ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب برخې پوهان: تور مرچ په بدن کې د کرونا ویروس د فعالیت مخه نه نیسي­

د طب برخې پوهان: تور مرچ په بدن کې د کرونا ویروس د فعالیت مخه نه نیسي­

author avatar
8 Jun 2022 - 18:46
د طب برخې پوهان: تور مرچ په بدن کې د کرونا ویروس د فعالیت مخه نه نیسي­
author avatar
8 Jun 2022 - 18:46

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۱ ): د طب برخې پوهانو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې تور مرچ په بدن کې د کرونا ویروس د فعالیت مخه نیسي او ويلي یې دي  چې دغه نظریه کوم علمي اساس نه لري.

تور مرچ (تور فلفل) له نازکو او لوړو بوټو په مختلفو لکه شین، سور، ژېړ او نارنجي رنګونو کې ترلاسه کېږي او د خوړو د خوند ښه کولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي. د مرچ دانه له وچولو او میده کولو وروسته په سره، سپین او تورو رنګونو پلورل کېږي.

د افغانستان اطلاع رسونې شبکې د «تور مرچ د دانو په وسیله د کرونا درملنه» تر عنوان لاندې راپور کې ویلي: «هندي ساینس پوهانو له څېړنو وروسته موندلې چې تور مرچ په بدن کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی کوي. د سپوټنیک د راپور له مخې، د هند د ټکنالوجۍ انسټيټیوټ ساینس‌پوهانو له څېړنو وروسته اعلان کړی چې تور فلفل د “پپرین” مادې درلودو له امله په بدن کې د کرونا ویروس د فعالیت د مخنیوي لامل کېږي.»

دغه راز «باشګاه خبرنګاران جوان» د «پر کرونا ویروس باندې د تور مرچ اغيز» تر عنوان لاندې راپور کې لیکلي چې هندي ساینس پوهان په دې وروستیو کې دې نتیجې ته رسېدلي چې په تور مرچ کې موجوده ماده کولای شي څو د کرونا ویروس د فعالیت ځینې برخې «SARS-CoV» (د کرونا عامل ویروس) کوم چې د انسان بدن ته د «تکثیر» او ننوتلو مسوول دی، غیرفعالې کړي.

برنا خبري اژانس هم د «پر کرونا ویروس د تور مرچ حیرانوونکی اغېز» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

خو د طب د علم له نظره، ایا تور مرچ د کرونا درملنه کولای شي؟

په افغان- جاپان روغتون کې د کیفیت د کنټرول مسوول او ټرينر ډاکټر حشمت‌الله فیضي پژواک خبرې اژانس ته وویل: «تور مرچ ویټامین «سي» لري، له دې امله کېدای شي د کرونا درملنې لپاره ګټور وي، خو په مستقیم ډول پر کرونا اغېز نه کوي.»

فیضي په یوه پیغام کې له خلکو وغوښتل: «د یادې ناروغۍ پر مهال دې روغتیایي سپارښتونه ته ډېره پاملرنه وکړي او په دې ډول اوازو دې باور نه کوي.»

دغه راز د عامې روغتیا وزارت مخکني سلاکار ډاکتر شېرزاد چې دا مهال له هېواده بهر دی، د یادې موضوع په ردولو سره یې پژواک ته وویل: «هماغه ډول چې تر اوسه مې دا موضوع څو ځلې رد کړې، بیا هم وایم، ټول نظریات خیالي دي، کومه سرچینه او علمي بنسټ نه لري.»

هغه وویل: «خلک باید د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره لږ تره لږه د روغتیا وزارت اقدامات او سپارښتنې مراعات کړي.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وویل: «هغه ګټې چې په دودیز طب کې د تور مرچ په اړه ویل شوې، په عمومي توګه تور مرچ د مګنیزیم، اوسپنې، ویټامین سي، کلسیم، پروټین او فایبر یوه ښه سرچینه ده؛ له تور مرچ څخه د عضلاتو د درد کمولو لپاره استفاده کېږي، د هضمي ستونزو د حل لپاره کارول کېږي، د معدې د ګاز په کمولو کې هم ګټور دي، د سرطان د مخنیوي لپاره اغېزناک بلل شوي، د وینې فشار او وزن کمولو لپاره ګټور دي.»

هغه زیاته کړه: «هیڅ علمي شواهد نشته څو ثابته کړي چې تور مرچ د کرونا لپاره ګټور دي، خو د کرونایي ناروغ د ځینو نښو لپاره مرسته کوي، د بېلګې په ډول کرونایي ناروغ د زکام نښې زیاتې لري، یوه کاشوغه تور مرچ او دوه کاشوغې عسل دې سره ګډ کړي او په ګرمو اوبو کې یې دې د شلو دقیقو لپاره پرېږدي، بیا یې دې وڅښي، دماغي او د زکام ستونزې له منځه وړي، د معافیت سیسټم پیاوړی کوي.»

Views: 110

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.