Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عامې روغتيا مرستیال وزیر فراه ته سفر کړی

فراه (پژواک، ۱۶غبرګولی ۱۴۰۱): د عامې روغتيا وزارت د طبي خدماتو وړاندې کولو مرستيال حبیب‌الله اخندزاده پرون د فراه ولایت له روغتيايي سکتوره د ليدنې په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته سفر کړی دی.

اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د فراه په هره ولسوالۍ کې لږ تر لږه يوه سل بستريز روغتون ته اړتيا ليدل کېږي.

ده وویل: «کوم کلینیکونه چې پخوا جوړ شوي دي، هغه اوس د ولسوالیو د نفوس په تناسب کم دي او د خلکو اړتیا نشي پوره کولای.»

هغه زياته کړه چې د دغه ولایت د روغتيايي سکتور ستونزې به د وزارت له مشرتابه سره شريکې کړي او د حل لپاره به يې اقدام وشي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.