منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۷ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

مرکې

۸۳۶ راپورونه

راپورونه

هېواد کې له سیاسي تحول وروسته د سوداګرو ښځو شمېر ۹۳ سلنه ډېر شوی

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه وایي، په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته ډېرې دندې لرونکې ښځې په کور کېناستې خو د صنعتګرو او سوداګرو ښځو شمېر له تحول مخکې په پرتله نږدې دوه برابره ډېر شوی دی.

غړي

یونیسف: د دایکنډي ۳۰ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس­رسی نه لري

په دایکنډي کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) ولایتي مسوولین وايي، د دوی یو کلنې څېړنې (د ۲۰۲۱ کال له پیله تر پایه) ښيي چې د دغه ولایت شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاس­رسی نه لري.

غالب: حکومت دې په هېواد کې د شته کادرونو ملاتړ وکړي

د مخکني حکومت یو چارواکی امان‌الله غالب چې له شاوخوا ۱۱ میاشتني ځنډ وروسته بېرته هېواد ته راستون شوی، له سرپرست حکومته غواړي، د دې ترڅنګ چې ښځو ته د کار، تعلیم او تحصیل اجازه ورکړل شي، په هېواد کې له شته کادرونو دې هم ګټه واخلي.

فاروق وردګ: ځیني نور سیاستوال هم غواړي چې هېواد ته راستانه شي

په پارلماني چارو کې د دولت مخکنی وزیر‎ فاروق وردګ چې څو ورځې وړاندې هېواد ته راستون شوی وایي، د تېر حکومت ځیني نور سیاستوال هم غواړي چې هېواد ته راستانه شي؛ هغه له اسلامي امارته وغوښتل چې ټول ملت دې په غېږ کې ونیسي.

غړي

د هېواد تېز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي: د هند غوره لیګ کې به ښه وځلېږم

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي چې د پلخمري اړوند له یوه کليوالي لوبغالي یې ملي ټېم ته لار موندلې، له خپلو مینه والو سره ژمنه وکړه چې تل به ښه ځلېږي او د هېواد لپاره به ویاړ ګټي.

نور راپورونه