ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر قاچاقي لارو اروپا ته تللي د کرکټ افغان لوبغاړي د فرانسې ملي لوبډلې ته لار موندلې

پر قاچاقي لارو اروپا ته تللي د کرکټ افغان لوبغاړي د فرانسې ملي لوبډلې ته لار موندلې

author avatar
27 Jul 2022 - 09:38
پر قاچاقي لارو اروپا ته تللي د کرکټ افغان لوبغاړي د فرانسې ملي لوبډلې ته لار موندلې
author avatar
27 Jul 2022 - 09:38

اتلانتا (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان د کرکټ پخوانی ځوان لوبغاړی داوود احمدزی وایي چې د کرکټ بورډ له «بې‌انصافۍ» وروسته په قاچاقي لارو اروپا ته رسېدلی او اوس یې د فرانسې د کرکټ ملي لوبډلې ته لاره موندلې ده.

احمدزی وایي چې د افغانستان د الف لوبډلې، د ۱۹ کلنو او تکنیو ځوانانو لوبډلو کې لوبېدلی، خو د ټاکنیزې کمېټې د غړو د «ناانصافیو» له امله یې په هېواد کې کرکټ پرېښود او له خطرونو پر ډکو لارو اروپا ته ولاړ.

۲۶ کلن داوود احمدزی په اصل کې د لوګر ولایت اوسېدونکی دی، خو زده‌کړې یې په کابل کې کړې دي.

هغه – چې اوس په فرانسه کې اوسېږي – له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې له ماشومتوب یې له کرکټ سره مینه وه او پر ټینس توپ یې لوبې کولې.

نوموړی وایي: «پلار مې دې خدای وبښي، یوه ورځ یې په راډیو کې واورېدل چې په کابل کې د کرکټ اداره او د کرکټ اکاډمي جوړه شوې ده، هماغه و چې موږ کابل ته راغلو.»

د احمدزي په وینا، په کابل کې یې د کرکټ لوبې ترڅنګ زده‌کړې هم پیل کړې او تر دوولسم ټولګي یې زده‌کړې وکړې.

دی وایي: «د کرکټ اوسنی لوبډلمشر حشمت الله شهیدي مې ټولګیوال و.»

احمدزی زیاتوي، دا ۲۰۰۶ زېږدیز کال و، د کابل د کرکټ په رونیزه اکاډمي کې یې تمرینات پیل کړل او ډېر ژر یې د کرکټ د تنکیو ۱۵ کلنو ځوانانو لوبډلې ته لاره ومونده.

د هغه په وینا، په همدغه کال یې د ۱۵ کلنو له لوبډلې سره مالیزیا ته سفر وکړ، دغه راز له ۱۶ کلنو، ۱۷ کلنو او بیا ۱۹ کلنو لوبډلو سره یې ګڼ شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړل او خپله وړتیا یې ثابته کړه.

داوود احمدزی وایي: «په دې دوران کې په هېواد کې د شپږیزې شل اووریزې سیالۍ پیل شوې، ما ته هم په کې چانس راکړل شو او د خپلې لوبډلې له خوا مې اټیک توپ اچونه کوله او په دې سیالیو کې مې هم خپله وړتیا ثابته کړه.»

خو هغه وایي چې د کرکټ بورډ د ټاکنیزې کمېټې غړو ورسره «بې‌انصافي» او «ظلم» کول او ملي لوبډلې ته د لارې موندلو لپاره یې د ده مخه نیوه.

د نوموړي په وینا، نه یواځې د ده، بلکې د ګڼ شمېر نورو ځوانو حقونه هم خوړل شوي او د هغوی د کرکټ ژوند یې تباه کړی دی.

دی زیاتوي: «کله چې پوه شوم، انصاف راسره نه کيږي او حق مې خوړل کېږي، زړه مې مات شو، له هېواده او کرکټ څخه یې زړه راتور کړ او د اروپا پر لور مې د تلو قصد وکړ.»

داوود احمدي وویل، همدا و چې له یوه قاچاقبر سره یې خبره وکړه او د اروپا په نیت له هېواده د ایران پر لور روان شو.

دی وایي: «د ایران او ترکیې په سرحد کې امنیتي ځواکونو پر موږ ډزې وکړې، زما یو بل افغان ملګری په پښه ولګېد او سخت ټپي شو، خو زه خدای وساتلم او له نورو ملګرو سره ترکیې ته ورسېدم.»

د هغه په وینا، کله چې له ترکیې یونان ته تلل، د اویا کسانو ظرفیت لرونکې کښتۍ کې يې ۹۰ کسان کښېنول، د شپې تیاره وه، د یونان په اوبو کې کښتۍ پر منځ دوه ټوټې شوه او دوی ټول چې ښځې او ماشومان هم ورسره وو، اوبو ته ولوېدل.

احمدي زیاتوي: «هر لور ته چیغې وې، ژړاګانې وې، فریادونه وو، درې ساعته اوبو کې وو، کله چې د سهار رڼا شوه، نو یوه سوداګریزه لویه کښتۍ له سیمې تېرېده، هغوی د یونان پولیسو ته خبر ورکړ، پولیس راغلل او ټول یې وژغورل.»

نوموړي وویل: «موږ درې ساعته اوبو کې وو، هره شېبه د مرګ وېره وه، دا نو زما د ژوند تر ټولو بده خاطره ده، خدای وژغورلو او الله نوی ژوند راکړ.»

هغه وایي، وروسته له ډېرو کړاوونو فرانسې ته ورسېد، څه موده کمپ کې و، خو چې اسناد یې ومنل شول، همالته یې ژوند پیل کړ.

د نوموړي په وینا، د فرانسې په ګاونډ هالنډ کې یو افغان ملګری د دغه هېواد د کرکټ په یوه مشهور کلب کې لوبې او تمرینات کول، د هغه په بلنه هالنډ ته ورغلی او درې کاله یې په دغه کلب کې لوبه وکړه.

احمدزی زیاتوي: “د اوسېدو ځای مې فرانسه کې و، خو د لوبو لپاره مې هره اونۍ ۱۷ ساعته تر هالنډه سفر کاوه، هلته یې په هره لوبه کې ۲۰۰ یورو راکول او په همدې پیسو مې خپل لګښت کاوه او د کرکټ سامان مې اخیست. “

ده وویل چې بیا یې په فرانسه کې کرکټ پیل کړ او په بېلابېلو کلبونو کې یې لوبې او تمرینات وکړل، پر همدې مهال د فرانسې لوبډلې لپاره ټاکنیزې سیالۍ ترسره کېدې او ده ته هم په کې چانس ورکړل شو.

د هغه په وینا، په دې سیالیو کې ښه وځلېد او د فرانسې د کرکټ ملي لوبډله کې ورته د لوبېدو چانس ورکړ شو.

هغه زیاته کړه: “دوی د لوبې او لوبغاړو پر ارزښت پوهېږي، سره له دې چې دا زما خپل هېواد نه دی، خو دا چې دلته واسطه نشته، وړتیا ته ارزښت ورکول کېږي، نو ما ته یې د فرانسې ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس راکړ. “

د هغه په وینا، تر اوسه یې د فرانسې له لوري پنځه شل اووریزې نړیوالې لوبې کړې دي او خپله وړتیا یې په کې ثابته کړې ده.

داوود احمدزي وویل، غواړي د کرکټ په هر ډګر کې خپله وړتیا ثابته کړي، تېر کال د پاکستان پي سي اېل سیالیو کې د پېښور زلمي لوبډلې له خوا بلنه ورته ورکړل شوه، خو د ویزې د ستونزې له امله پاتې شو.

دی وایي چې اوس منتظر دی نورو چانسونو ته، غواړي د نورو هېوادونو لیګونو کې هم ولوبېږي .

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که د افغانستان ملي لوبډله کې د شاملېدو چانس ورکړل شي، په ډېره لېوالتیا به ورشي.

هغه زیاته کړه: «هغه مې وطن دی، خاپوړې مې په کې کړې، له دې به ستر ویاړ چېرته وي چې د خپلې خاورې لپاره ولوبېږم او ویاړونه راوړم.»

احمدزي وویل چې حمید حسن یې د خوښې وړ لوبغاړی دی.

هغه له ځوانو لوبغاړو وغوښتل چې خپلو زده‌کړو او لوبو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، حوصله دې له لاسه نه ورکوي، یوه ورځ به خپلو موخو رسېږي.

Visits: 926

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.