کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۱): په کابل ښار کې د المونیمي وسایلو د تولید یوې فابریکې رییس - چې ۷۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې - د خپل کاروبار د ښه کېدو خبره کوي او له خلکو غواړي چې له وطني تولیداتو استفاده وکړي.
د «شینواري المونیم» فابریکه چې ۱۷ کاله مخکې د کابل ښار پلچرخي صنعتي پارک کې د صاحب ګل شینواري له خوا جوړه شوې، اوسمهال پکې بېلابېل المونیمي دیګي، کاسې، چای جوشې او د اشپزۍ نور وسایل تولیدیږي.
د یادې فابریکې رییس صاحب ګل شینواري پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، یاده فابریکه کې اوسمهال ۷۰ کسان پر کار بوخت دي.
د نوموړي په خبره، دغه فابریکه په ورځ کې له ۱۰۰۰ کیلوګرامو ډېر تولید لري او د تولیداتو کیفیت یې عالي دی.
هغه د برېښنا او مناسب ځای نشتوالی د یادې فابریکې د فعالیت پر وړاندې یوه ستونزه یاده کړه، ویې ویل، که حکومت ورسره همکاري وکړي نو دی به خپل تولیدات ډېر او لار نور کارکوونکي به استخدام کړي.
شینواری وایي، د دې ترڅنګ چې خپل تولیدات د هېواد دننه پلوري، څه موده مخکې یې یو کانټینر دیګي یې له هېواده بهر هم صادر کړي دي.
هغه وویل: «زموږ د تولیداتو بیه ښه ده؛ په پاکستان کې یو دیګی ۸۵۰ کلدارې قیمت لري چې دغه قیمت په هېواد کې نیم برابر ده، مثلاً یو دېګی دوه سوه افغانۍ قیمت لري، په پاکستان کې ۴۰۰ افغانۍ یا له هغه لوړ قیمت لري.»
نوموړي وویل، په خپلو تولیداتو سره توانېدلی چې له دغه پلوه د هېوادوالو ډېرې اړتیاوې پوره کړي او د بې کیفیته لوښو د واردېدو مخه ونیسي.
شینواري زیاته کړه: «لس ورځې مخکې له ده سره د ډاکار موسسې له خوا د ۱۰۶۰۰ چاینکو قرار داد لاسلیک شوی دی.»
نوموړي وویل، د بازار په برخه کې د جمهوریت پر مهال او اوس کوم ځانګړی توپیر نه دی راغلی او یوازې په پنځو لومړیو میاشتو کې چې اسلامي امارت قدرت ته ورسېد، بازارونه خراب وو چې اوس بېرته ښه شوي دي.
ده له پانګهوالو وغوښتل چې په هېواد کې پانګهونه وکړي او دغهراز له خلکو یي وغوښتل چې له داخلي تولیداتو استفاده وکړي څو په هېواد کې د صنعت د ودې لامل شي.
هغه همداراز له حکومته وغوښتل چې د برېښنا، ځای او داخلي قراردادونو برخو کې پاملرنه او همکاري وکړي، څو صنعت په هېواد کې وده وکړي، لا ډېر خلک پر کار بوخت شي او هم له هېواده بهر صادرات ولري.
د پژواک د یوه راپور له مخې، د برېښنا شرکت تجارتي رییس عبدالرحمن رحماني مخکې پژواک ته ویلي و، دا شرکت تل هڅه کوي چې د افغانستان صنعت برخې ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي؛ خو زیاته یې کړه چې د افغانستان ډېره برېښنا وارداتي ده او د برېښنا شرکت په دې برخه کې خلاص لاس نه لري.
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو په دې برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ځواب ولري، خو اړیکه ونه نیول شوه.
خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه ناسته کې ویلي و، سرپرست حکومت په هېواد کې له خصوصي سکټور او پانګهوالو څخه ملاتړ کوي.
ده دغهراز ویلي و، د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو په خاطر به له پانګهوالو او سوداګرو سره په ګډه کار کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









