منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

کډوال

۱،۷۸۸ راپورونه

راپورونه

غړي

د افغان کډوالو جبري ایستل؛ د عثمان کاکړ زوی د پاکستان لومړي وزیر ته: له ځانه شاه شجاع مه جوړوه

د وتلي سیاستوال عثمان کاکړ زوی او د پښتونخوا ملي ګوند مشر خوشحال‌خان کاکړ په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه په کلکه غندلې او د پاکستان لومړي وزیر ته یې ویلي چې له ځانه دې شاه شجاع نه جوړوي.

غړي

له پاکستانه په جبري توګه ایستل کېدونکو افغانانو لپاره تورخم او لعلپوره کې موقتي کمپونه جوړېږي

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال وایي چې له پاکستانه په جبري توګه ایستل کېدونکو افغان کډوالو لپاره د ننګرهار په تورخم ښارګوټي او لعلپورې ولسوالۍ کې موقتي کمپونه جوړېږي.

غړي

د رياست‌الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ يو پلاوی د کډوالو ستونزو هواري په موخه تورخم ته ولاړ

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د رياست‌الوزرا د مالي او اداري مرستيال په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي تورخم ته سفر کړی دی.

غړي

د افغان کډوالو په زور ایستلو غبرګون کې د پاکستان بشري حقونو ملي کمېسیون ته عریضه شوې ده

د پاکستان یو شمېر سياستوالو او د بشري حقونو فعالانو د پاکستان د بشري حقونو ملي کمېسیون ته په عریضه کې غوښتنه کړې چې حکومت دې په زوره د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې ته بيا کتنه وکړي.

غړي

د کډوالو چارو سرپرست وزیر: کېدونکې مرستې تر ډېره د موسسو اداري برخو کې لګېږي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي، له افغانستان سره مرستې ډېرې اعلانېږي، خو مثمره پایله یې نه تر سترګو کېږي، مرستې د موسسو په اداري لګښتونو او بې‌ضرورته پروژو مصرفېږي.

غړي

د کډوالو چارو وزیر: موسسې دې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره مرستې ډېرې کړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير پرون د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستانه د تازه راستنېدونکو افغان کډوالو د احوال اخیستو پر مهال له موسسو غوښتي څو له دغو راستنېدونکو سره مرستې ډېرې کړي.

نور راپورونه