تیره ورځ له ایران او پاکستانه نږدې پنځه زره افغان کډوال راستانه شوي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې پرون له ایران او پاکستان څخه نږدې پنځه زره افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله…
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې پرون له ایران او پاکستان څخه نږدې پنځه زره افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله…
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره په لیدنه کې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي دي…
د المان د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د روان کال تر پایه به له سوریې سره د هغو کډوالو د ایستلو پر سر هوکړې ته ورسېږي چې «رد شوي او مجرمین» دي او…
د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد حکومت په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د هغو پنځو کمپونو د تړلو پرېکړه کړې چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې فعال وو. د پاکستان…
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې په بهر کې د مېشتو افغانانو لپاره د برېښنايي پېژندپاڼې د وېش لګښت، د مېشتېدنې د اسنادو پر بنسټ له ۲۰۰ ډالرو څخه۵۰ تر ۱۵۰…
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو نږدې ۷۰۰ افغان کډوال خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي…
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې لسزره افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن…
له ایرانه راستانه شوي یو شمېر افغان کډوال وايي چې د کډوالۍ ترخو خاطرو، تش لاس جبري راستنېدو او بېپلانه ژوند له اقتصادي ستونزو او رواني فشارونو سره مخ کړي دي. د کډوالو او راستنېدونکو…
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له یوې خصوصي موسسې سره د نږدې دوه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکړهلیک لاسلیک کړ. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت…
د کډوالو چارو وزیر د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې هېواد کې د کډوالۍ انګېزې د له منځه وړلو په موخه د یوې ستراتيژۍ د جوړېدو خبر ورکړی. اوتونبایوا هم ویلي…
د ډنمارک د کډوالو شورا مشرې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان ختيځ ته یې بېړنۍ مرستې لېږلې او د م.م امنیت شورا غونډې په څنډه کې به د افغان کډوالو ستونزې تر اړوندو هېوادونو ورسوي.
له ایرانه یوه راستون شوي افغان چې د جوزجان په شبرغان ښار کې یې د مسو ویلي کولو یوې کارخونې جوړولو له لارې لسو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وايي، که ملاتړ یې وشي، لسګونه نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابرولای شي.
هرات کې یو شمېر کارګران وايي چې له ایرانه د ډېر شمېر کډوالو له راستنېدو سره په دغه ولایت کې کاري فرصتونه محدود شوي او د ورځمزدورۍ کچه هم ټیټه شوې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وايي، په روان میلادي کال کې له پاکستان او ایران څخه ۳/۲ میلیون افغانان خپل هېواد ستانه شوي او بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، اروپايي ټولنه د افغان ماشومانو د ملاتړ، په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو لپاره چې له ګاونډیو هېوادونو راستنېږي، لس میلیون یورو مرسته کوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۳۱ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول. یاد وزارت نن (پنجشنبه، د زمري ۱۶مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي،…
کندهار ولایت کې یو شمېر هغه راستانه شوي کډوال چې کوچني کاروبارونه یې پیل کړي، له حکومته غواړي چې ملاتړ یې وکړي، څو وکولای شي نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر ويلي چې اوسمهال څه باندې ۶ میلیون افغان کډوال په دغه هېواد کې ژوند کوي چې له ډلې به یې دوه میلیون کسان د روان کال تر پايه په تدریجي ډول وايستل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (یواېناېچسيار) اعلان کړی چې دغه اداره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ له صندوق (یونیسف) سره د بېځایه شوو ماشومانو خوندیتوب لپاره د همکارۍ یو ستراتیژیک پلان لاسلیک کړی دی.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوې ښځې د خیاطۍ کارګاه په جوړولو له ایرانه لسګونه راستنو شوو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده. هغه وايي، د ملاتړ په صورت کې به خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي او ډېر شمېر ښځې به په کار وګوماري.
هرات کې د اوسپنې ویلې کولو کارخونو یو شمېر مالکین وايي چې د ځوانانو له بیا کډوال کېدو د مخنیوي او تازه راستانه شوو کډوالو ته د کاري فرصتونو برابرېدو لپاره ځیني پلانونه لري؛ هغوی د برېښنا او لومړنیو توکو کمښت د خپلو کارخونو له عمده ستونزو بولي او له حکومته په دې برخه کې د ملاتړ غوښتنه کوي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي چې افغانستان د کډوالو د راستنېدنې له یوې لویې څپې سره مخ دی او دغه بنسټ له نړۍوالې ټولنې غوښتي څو دې وضعیت ته د رسېدنې لپاره بېړنۍ بودجه ځانګړې کړي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د روان میلادي کال د جولای تر ۲۶مې یو میلیون او ۶۶۸ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالو او رستنېدونکو چارو وزارت وايي چې نږدې ۳۰۰ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.