Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کډوالو وزارت له یوې موسسې سره د دوه میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک کړه

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له یوې خصوصي موسسې سره د نږدې دوه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت د «حمایت پایدار» په نوم یوې موسسې سره د یو میلیون ۹۷۷ زره او ۷۵ امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

سرچینه کاږي چې دغه پیسې به په هرات او بادغیس ولایتونو کې د ملاتړو مرکزونو جوړولو، د کسب او کار مهارتونو او ټولنیزو او رواني خدمتونو برخو کې ولګول شي.

سرچینې ویلي چې له یادو پیسو به ۷۳۰ راستنېدونکي برخمن شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.