جلالاباد ښار کې د نهه ميليونه افغانيو په لګښت يو تفریحي پارک جوړېږي
د ننګرهار ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې د نړۍوال بانک د نهه ميليون افغانيو په لګښت د يو تفریحي پارک د جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې د نړۍوال بانک د نهه ميليون افغانيو په لګښت د يو تفریحي پارک د جوړېدو چارې پيل شوې.
د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې پر نشهيي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو درملنې شلستریز روغتون پرانیستل شو.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د «نوي ښار» په نوم د یوې څلورلارې د جوړېدو چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالي وايي چې د کابل ښار ۲۲مې ناحیې اړوند ساحه کې د نږدې ۸۴ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې چې د ژوند لومړنۍ ټولې اسانتیاوې به ولري.
خوست کې د کرنې ریاست مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي ملاتړ د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د شپږو کوچنیو ذخیروي بندونو (چکډيمونو) جوړولو چارې پیل شوې دي.
د فراه ولایت له بالابلوک او فراهرود ولسوالیو پرته د نورو ټولو ولسوالیو سړکونه لا هم خامه دي چې له امله یې خلک په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
د اسلامي امارت د ریاستالوزراء د پرېکړې پر اساس د کونړ په مرکز اسعداباد او ولسوالیو کې د لویو لارو او عمومي سړکونو د پراخولو عملي چارې پيل شوې.
د سرپل ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د بلغلي کلي اوسېدونکو د شاوخوا پنځه میلیون افغانیو په ارزښت دوه جریب ځمکه د یوه ښوونځي جوړولو لپاره د پوهنې ریاست ته اهدا کړې ده.
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند قاسماباد سیمه کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یوه ښارګوټي جوړولو چارې پيل شوې.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، په غزني ولایت کې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښټ د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړېدو چارې بشپړې شوې او په پنجشېر کې بیا د اووه میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې.
د مالیې وزارت وايي چې د نیمروز ګمرک اړوند د یاد ولایت د بندروالۍ لپاره د څه باندې ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو تمځای د جوړولو چارې پیل شوې.
خوست کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له خوا د ۵۰ بستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې او ټاکل شوې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې نن د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې په موخه ځانګړی شل بستریز روغتون پرانیستل شو.
د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز ګردېز اړوند د رباط کډوالو ښارګوټي کې د ۳۷۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د کابل ختیځ لور مسافروړونکو وسایطو ترمینل - چې نن یې کار پیل شو- پر ۷،۳ جریب ځمکه، د ۱۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۸ میاشتو په موده کې جوړیږي.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د کرانومنجان او د نورستان ولایت مرکز تر منځ د غځېدلي سړک په جوړېدو سره به یاده ولسوالۍ د هېواد د شمالختیځ او ختیځ ولایتونو ترمنځ پر مواصلاتي څلورلارې بدله شي او دغه راز به د خلکو پر اقتصاد هم مثبت اغېز ولري.
ځایي مسوولین وایي چې نن د کاپیسا د باغدرې برېښنا بند د امکان سنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعات د عینک مسو قراردادي چینایي کمپنۍ له خوا پیل شول.
اقتصادي کمېسیون هرات کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په خصوصي پانګونه د «بام هرات» تفریحي کمپلېکس جوړولو طرحه تایید کړه چې د چارو په پيل سره به یې څلور زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
کونړ کې فرضي کرښې ته د څېرمه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې دغو ولسوالیو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او زیاتوي چې له هر ډول پرمختیایي چارو بېبرخې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د خصوصي سکټور د شاوخوا ۹۶ میلیون افغانیو په پانګونې سره پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړېږي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، د ۲۸۴ میلیون افغانیو په لګښت د کندهار د دامان ولسوالۍ په نساجي سیمه کې د یوه ترانسپورټي ترمینل جوړولو چارې پیل شوې.
د خوست سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې د ۲۲۵ زره امريکايي ډالرو په لګښت د دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
ځایي مسوولین وایي چې د بامیان په سیغان ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو د پنځو شبکو جوړولو چارې پيل او دغه راز په کندوز کې بیا د ۱۹۸ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې شوې.