Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال‌اباد ښار کې د نهه ميليونه افغانيو په لګښت يو تفریحي پارک جوړېږي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د نړۍوال بانک د نهه ميليون افغانيو په لګښت د يو تفریحي پارک د جوړېدو چارې پيل شوې.

مسوولین وايي، د دغه پارک چارې د جلال‌اباد ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې (يونپس) په تخنیکي همکارۍ پيل کړې چې د څلورو مياشتو په موده کې به بشپړې شي.

د جلال‌اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو رييس انجینر وحیدالله مخلص د دغه پارک د رغنيزو چارو د پيل پرمهال وويل، د جلال‌اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ او د (يونپس) موسسې په تخنیکي همکارۍ د پنځمې ناحیې په څلورم ګذر کې په ۷۲۲۵ مترمربع ځمکه کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه تفریحې پارک د جوړولو چارې پیل شوې.

هغه زیاته کړه، په یاده پروژه کې د سیمې ۶۵ اوسېدونکو ته د کار زمينه هم برابره شوې او ياد پارک به په راتلونکو څلورو میاشتو کې په اساسي ډول جوړ شي.

د سیمې اوسېدونکو د جلال‌اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې د یادې پروژې په ترسره کولو خوښي وښوده او په راتلونکې کې یې د لا نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

سيف‌الله چې په دغه پروژه کې کار کوي، پژواک ته یې وويل، دغه سيمه له دې مخکې د غصب له ګواښ سره مخ وه او ځايي اوسېدونکو ته يې هم ستونزې ځکه جوړې کړې وې چې د کثافاتو د غورځولو مرکز ترې جوړ شوی و.

دی وايي، اوس نه يوازې دا چې دلته پارک جوړېږي او خلکو ته د تفریح زمينه برابرېږي، بلکې دوی ته په کې د لنډمهاله کار زمينه هم برابره شوې ده.

د جلال‌اباد ښاروالۍ وايي، د دې پروژې د تطبیق موخه په ښاري سيمو کې د لنډمهاله کاري فرصتونو او د لومړنيو خدمتونو وړاندې کول دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.