لغمان کې تېر کال د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت پراختیایي پروژې پلې شوې دي
د لغمان د والي مرستیال وايي، تېر لمریز کال د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د یو میلیارد او ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت پراختیایي پروژې پلې شوې دي.
د لغمان د والي مرستیال وايي، تېر لمریز کال د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د یو میلیارد او ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت پراختیایي پروژې پلې شوې دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې تېره ورځ د یوه ترانسپورټي ټرمینل د جوړېدو چارې پیل شوې چې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت به د ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت یوه لومړني ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
مسوولین وایي چې د کابل - جلالاباد دویم لین سړک د لومړي فاز جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي او هڅه کوي چې له ټاکلي وخت مخکې یې بشپړې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د کرنې وزارت تېر لمریز کال په لسو ولایتونو کې د شاوخوا ۱۳۴ میلیون افغانیو په لګښت ۵۸ لوی او واړه چکډيمونه جوړ کړي دي.
د کابل د پغمان ولسوالۍ په ارغندي سیمه کې پر ۹۱۴ جریبه ځمکه نن د یوه ترانسپورټي ترمنیل د جوړېدو چارې پيل شوې چې یو میلیارد او ۲۸۵ میلیونه افغانیو لګښت ورباندې کېږي.
سرپل کې ځایي مسوولین وايي، تېر لمریز کال دغه ولایت کې همکارو موسسو د نږدې ۳۴ میلیون ډالرو په ارزښت د ۴۷ ټولګټو پروژو کار پیل کړ چې له ډلې یې د څه باندې اووه میلیون ډالرو په ارزښت یو شمېر پروژې پلې شوې او پاتې نورې د پلې کېدو په حال کې دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د کران او منجان ولسوالۍ په مرکز کې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
چې له ډلې یې زیات شمېر بشپړې شوې او د ځینو نورو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
مسوولین وایي چې د ننګرهار محصولي ګمرک کې د باروړونکو موټرو لپاره د ۸،۵ میلیون افغانیو په لګښت تمځای جوړ شو، دغه راز په خوست کې د څه باندې ۸۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۷ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.
د کندوز یو شمېر اوسېدونکي او لرغونپوهان له سرپرست حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د رستم تاریخي ارګ (د زال کلا) چې د هېواد یو له مهمو تاریخي ځایونو ګڼل کېږي او اوس د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دی، بیاورغوي.
د بغلان سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو لپاره د ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د څه باندې اته میلیون افغانیو په ارزښت د یوه فرعي سړک د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې.
د سمنګان د دره صوف بالا او دره صوف پایین ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي او په دغه ولایت کې موټرچلوونکي وايي چې د ایبک – دره صوف سړک خرابوالي له امله اړ دي چې اوږده لار ووهي او بیا د مزارشریف له لارې د دغه ولایت مرکز ته ورسېږي.
د بغلان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۱.۹ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د څښاک اوبو رسولو د ۱۶ شبکو د جوړولو چارې پیل شوې. دغه پروژې د بغلان…
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۲.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت اته پروژې منظور، ۱۳ تعدیل او دوې یې لغوه کړې دي.
سیمهییز مسوولین وايي چې د څه باندې ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت د لوګر ولایت د لوړو زدهکړو موسسې اړوند د درېیو رغنیزو پروژو او د غزني ولایت مقر ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوې شبکې چارې پیل شوې.
د ننګرهار ولایت د ښاروالۍ او کرنې ریاستونو له لوري د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې د دوو پروژو چارې پیل شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بدخشان ولایت د واخان سړک د دویم فاز د جغل اچولو پروژې تړون له یوه داخلي خصوصي شرکت سره د ۱۴۳ میلیون افغانیو په ارزښت لاسلیک کړ.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ویلي چې د تدارکاتو ملي ادارې په ۱۴۰۳ کال کې د ۷۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۵۲ پروژې منظورې کړې دي.
د ټولګټو وزارت وایي، یوه الماني شرکت په افغانستان کې د سړکونو د جوړولو برخه کې د ۴۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ د مملوق سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت «مملوق» لېسې ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړې.
د پکتيا مرکز ګردېز ښاروالۍ مسوولین وايي چې په دغه ښار کې د ۱۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د درېيو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د فراه ولایت ابو نصر فراهي ګمرک کې د ۷۱،۸ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو هنګرونو د جوړولو چارې پیل شوې.