لوګر کې ۵۰ ښوونځي بیارغول کېږي
لوګر کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۵۰ ښوونځي بیارغول کېږي.
لوګر کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۵۰ ښوونځي بیارغول کېږي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د بلخ مولانا جلالالدین محمد بلخي نړۍوال هوايي ډګر کې د څه باندې ۷۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې کار پیل شوی.
د لغمان بادپښ ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ خپلو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري او د غره په لمنو کې د چینې اوبو پسې یو ساعت پلی مزل کوي.
د بلخ د اقتصاد ریاست وایي چې تېر زېږدیز کال د دغه ولایت په کچه د شاوخوا ۲۷۵ میلیون ډالرو په لګښت په بېلابېلو برخو کې ۱۵۸ پروژې پلې شوې دي.
د لوګر د ټولګټو ریاست وايي چې د دغه ولایت او میدانوردګو ترمنځ د غځېدلي سړک بیارغولو لومړنۍ چارې پيل شوې.
د کونړ ولایت په منوره ولسوالۍ کې د خلکو په ۲،۲ میلیونه افغانی شخصي لګښت د یوه نړېدلي کیبلي پله د بیارغولو چارې پیل شوې.
د غزني ښاروالي وايي چې د ښار روښانه کولو پروژه د نږدې نهه میلیون افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بغلان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې دې د سلبستریز روغتون جوړولو چارې چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې ولاړې دي، بېرته پیل شي.
د ټولګټو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر په لېدنه کې په افغانستان کې د دغه هېواد له لوري د ځینو نابشپړو پروژو د چارو بشپړېدو په اړه خبرې کړي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د غور ولایت په منار جام سیمه کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د هوټل او مېلمستون چارې بشپړې شوې.
د اروزګان سیمهییز مسوولین وایي چې نن په دغه ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو د تفصیلي پلان عملي چارې پیل شوې.
د غزني سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د شاوخوا ۳۸ میلیون افغانیو په ارزښت، د څښاک پاکو اوبو رسولو شپږ شبکې جوړیږي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت کې د خلکو په شخصي لګښت د شپږ کیلومتره سړک د جوړولو کار پیل شو چې دغه ولایت د ورس او اشترلي ولسوالیو له لارې له دایکنډي سره نښلوي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، کندهار کې د یوه کانال، استنادي دېوال، د اوبو کنټرولي دروازو او اتو پلګوټو جوړولو چارې د څه باندې ۲۹ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د ۱۵،۴ میلیون افغانیو په لګښت د خوست په محصولي ګمرک کې د کارکوونکو لپاره لیلیه جوړه شوه.
میدانوردګو کې سیمهییز مسوولین وایې چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د خلکو او یوه خیریه بنسټ له خوا د ښوونځي لپاره د شاوخوا څلور میلیون افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
خوست کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي رياست لپاره د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.
د مالیې وزارت وايي، د فراه ولایت په ابو نصر فراهي ګمرک کې د کارکوونکو لپاره د ۱۲،۸ میلیون افغانیو په لګښت عصري لیليه جوړه شوه.
د پکتیکا مرکز ښرنې یو شمېر اوسېدونکي وایي چې ښار کوچنی دی، ډېری سړکونه يې خام دي او د ژوند کولو لپاره لومړنۍ اړتياوې په کې نه دي برابرې شوي.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د لوی جامع جومات - چې د تېر کال په ویجاړوونکې زلزله کې زیانمن شوی و – د بیارغولو چارې ۷۰ سلنه ترسره شوې دي.
د لوګر ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو مدیریت اړوند د درېیو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بلخ ولایت په چمتال او بلخ ولسوالیو کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شپږ شبکې جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د ۲۷۲ میلیون افغانیو په لګښت د لسګونه پروژو کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې چې شاوخوا ۵۰ زره کسان یې په مستقیم ډول له ګټو برخمن شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د افغانستان په مرکزي سیمو کې ۱۹۰ دايمي سرپناوې جوړې شوې دي.