پلعلم (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۳): د لوګر د ټولګټو ریاست وايي چې د دغه ولایت او میدانوردګو ترمنځ د غځېدلي سړک بیارغولو لومړنۍ چارې پيل شوې.
د لوګر د ټولګټو ریاست مطبوعاتي مسوول محمدرضا کریمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت او میدانوردګو ترمنځ د غځېدلي سړک رغولو چارې پيل شوې.
هغه د یاد سړک رغولو د لګښت په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې په دغه مسیر کې به د سړک له مخې ټولې موانع لرې شي.
د نوموړي په خبره، ټولګټو ریاست به د یاد سړک رغولو له چارو وخت پر وخت څارنه کوي څو په معیاري توګه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د پلعلم یوه اوسېدونکي رحیمالله پژواک ته وویل، ټولګټو ریاست ته په کار ده چې دغه سړک په داسې مسیر کې جوړ کړي چې خلکو ته یې مالي زیانونه کم وي.
نوموړي زیاته کړه، تر اوسه د یاد سړک په اوږدو کې لسګونه استوګنیز کورونه نړول شوي او کېدای شي نور هم ونړول شي.
د یادونې ده، د ټولګټو وزارت یوه میاشت مخکې د میدانوردګو – لوګر ترمنځ د ۵۰ کيلومتره نښلوونکي سړک رغولو تړون له یوه خصوصي شرکت سره د ۷۱۳ میلیون افغانیو په لګښت لاسلیک کړ چې چارې به یې تر راتلونکو ۱۶ میاشتو بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP