کلات ښار کې یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د زابل په مرکز کلات ښار کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د زابل په مرکز کلات ښار کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خوست ولایت په دوو ولسواليو کې د ۲۳ کیلومتره سړکونو او د دغه ولایت په مرکز کې د ترافیکو مدیریت ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، د کابل ښار په ۵۷ ځایونو کې جوماتونه جوړیږي.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۰۳ میلیون افغانیو په لګښت پنځو روغتیایي مرکزونو ته نوې معیاري ودانۍ جوړې کړې دي.
د لغمان د دولتشاه ولسوالۍ د فرشغان درې اوسېدونکي شکایت کوي چې د فرشغان پر سیند د پله نشتوالي له امله په تګ راتګ کې له سختو ستونزو سره مخ وي او له حکومته غواړي چې پل ورته جوړ کړي.
هرات کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۶ میلیون افغانیو په ارزښت د یو شمېر پرمختیايي پروژو کار پيل شو.
د بلخ اطلاعات او فرهنګ ریاست وایي چې د ترکیې (ټیکا) اداره غواړي چې دغه ولایت کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي د پلار خانقاه بیا ورغوي.
د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست وایي، د دغه ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د ۳۲ میلیون افغانیو په لګښټ یوه روغتیایي مرکز ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار د مرکز اړوند جلالاباد ښاروالي مسوولین وايي، روان کال په دغه ولايت کې د بیارغونې ۸۸ پروژې پيل شوې وې چې نږدې نیمايي یې بشپړې شوې او نورې یې تر کار لاندې دي.
د ننګرهار مرستيال والي وايي، په دغه ولايت کې د صنعت او سوداګرۍ پراختيا لپاره هڅې ګړندۍ شوې او سوداګرو ته د صنعتي فابریکو جوړولو لپاره ۲۰ زره جریب ځمکه ورکول کېږي.
د فراه ولایت سیمهییز مسوولین وایی، د قطر «الغرافه» موسسې له لورې په دغه ولایت کې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د نږدې ۳۸ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۰۸ کورونو جوړولو چارې پیل شوې.
لغمان کې سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې یې د اوبو د ۱۹ ذخېرو او پایپسکیم د جوړېدو چارې پیل کړې چې په درېیو میاشتو کې به بشپړې شي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار او چارچینو ولسوالۍ کې د ولایت مقام په مالي او د ۲۰۵ البدر قولاردو په تخنیکي مرسته د ۵۰ کیلومتره سړکونو د هوارکارۍ او جغلاچونې چارې پيل شوې دي.
په خوست کې د ۱۸۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د والیبال لوبې یو معیاري جمنازیوم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
اروزګان کې سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت ګېزاب ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د یوه پله د بیارغونې چارې بشپړې شوې.
د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار لومړۍ ناحیه کې د اته میلیون افغانیو په لګښت د ۶۵۰ متره سړک کانکرېټولو چارې پیل شوې.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د څهکم ۲۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت درې چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې وسپارل شول.
د غزني ولایت په مرکز کې د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه استنادي دیوال او د اوبو یوه کانال جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د نیمروز ولایت په ګمرک کې د څه باندې ۳۲ میلیون افغانیو په لګښت د موټرو لپاره تمځای جوړ شو.
سیمهییز مسوولین وایي، د کونړ ولایت په سرکاڼو او نورګل ولسوالیو کې د ۶۳ میلیون افغانیو په لګښت د دوو نړېدلو پلونو د بیارغونې چارې پیل شوې.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په ملکي روغتون کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د بېړنۍ پاملرنې څانګې (ایسيیو) لپاره ودانۍ جوړېږي.
د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پيل شوې.
سمنگان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان او فیروزنخچیر ولسوالیو کې د اوبو رسولو درېیو شبکو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او سلګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی
سیمهییز مسوولین وایي، په هلمند او سمنګان کې د څه باندې ۱۷ میلیون افغانیو په ارزښت د یو شمیر رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.