غزني کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د خلکو لخوا د پنځه میلیونه افغانیو په لګښټ یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه. د یادې سیمې یوه اوسېدونکی حاجي ذکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې…
د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د خلکو لخوا د پنځه میلیونه افغانیو په لګښټ یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه. د یادې سیمې یوه اوسېدونکی حاجي ذکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې…
د عامې روغتیا وزارت وایي، د خوست ولایت په ملکي روغتون کې د نږدې ۶۱ میلیونه افغانیو په لګښت د بېړنۍ پاملرنې څانګه (ایسيیو) جوړېږي.
د ۷۷ ترکي شرکت مشر د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، د اړوند وزارت د هوکړې په صورت کې غواړي په هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د تولید پروژه کې پانګونه وکړي.
د نیمروز ځایي سرچینو په زرنج ښار کې د درېیو رغنیزو پروژو د چارو د پیل په اړه خبر ورکړی او وایي چې پر دغو پروژو څه باندې ۳۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
د فراه ولایت په مرکز کې د څه باندې ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د نهو سړکونو د قیر کولو چارې پيل شوې.
ځایي سرچینې جوزجان ولایت ته د نوري فایبر غځولو پروژې چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، په دې پروژه کې چې د درېیو کلونو موده کې به بشپړه شي، د څلور سوه کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، د یوه هندي شرکت مسؤلینو د دغه وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې په افغانستان کې د برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د میدانوردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ترکیې هېواد د یوه خیریه بنسټ له لوري د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه دارلایتام لیليې ته ودانۍ جوړه شوه.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د پکتیا په سیمهییز روغتون کې د نږدې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د بېړنیو پاملرنې څانګې یا (ICU) ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۱ ميليونه او ۶۰۰ زره افغانيو په لګښت د درېيو فرعي سړکونو بیارغونې چارې پيل شوې.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي، د نوري فایبر له ملي شبکې سره د دغه ولایت نښلولو پروژې چارې د څلوېښت ميلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
پکتیا کې د برېښنا حوزوي ریاست مسوولین وايي، نن یې د دغه ولایت سيدکرم ولسوالۍ ته د ۴۵ ميليونه افغانیو په لګښت د وارداتي برېښنا د مزو غځولو چارې پيل کړې.
د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند د کابل – لوګر سړک په اوږدو کې د بیني حصار له سیمې د ستانکزي تر څلورلارې او له یادې څلورلارې د بګرامیو تر نساجي د نښلوونکي سړک جوړولو چارې د ۳۲۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د لوګر چارواکي وایي چې د کورنیو چارو وزارت د شاوخوا ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت څرخ ولسوالۍ ته د برېښنا مزو غځولو عملي چارې پیل شوې.
د لوګر په برهکېبرک ولسوالۍ کې د نږدې اووه میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو یو شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دایکنډي د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز نیلي او اشترلي ولسوالۍ د دوو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار او ګېزاب ولسوالي ترمنځ د غځېدلي سړک د خرابوالي په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته اوس د دې لارې د یوې برخې جوړولو چارې پیل شوې.
د رياستالوزرا د اقتصادي مرستيال له لوري د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د کابل - جلالاباد د دویم لین سړک د پاتې برخې چارې پیل شوې.
سېمهییز چارواکي وایي، د غزني اندړو ولسوالۍ لپاره د څه کم شل میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام، الینګار، قرغیو او بادپښ ولسوالیو کې له کډوالۍ تازه راستنو شوو ۳۱۰ کورنیو د کورونو جوړولو لړۍ پیل شوه.
د لوګر ولایت د لوړو زدهکړو موسسه کې د ۶۶ میلیون افغانیو په لګښت د اتو رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې او په ګرزیوان ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د څه باندې ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې یونیم کیلومتر سړک د قیر کولو چارې پیل شوې.