چارواکي: کندهار کې امنیتي ځواکونو یو وسلهوال غل وژلی
چارواکي وایي، د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې تېره شپه د «وسلهوالو غلو» او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې یو غل وژل شوی او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
چارواکي وایي، د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې تېره شپه د «وسلهوالو غلو» او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې یو غل وژل شوی او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
د نیمروز امنیه قومانداني په زرنج ښار کې د «داعش ډلې» پر یوه پټنځای د عملیاتو ترسره کولو خبر ورکوي او وايي، د عملیاتو په ترڅ کې د دې ډلې اړوند ټول کسان وژل شوي دي.
د افغاستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان د کراچۍ له زندانه ۲۱۵ افغان بندیان ازاد شول.
د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی دی.
تېره اونۍ په افغانستان کې د م.م دفترونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز له غبرګونونو سره مخ شو، ا.ا له روسیې سره د اړیکو پراختیا ته لېوالتیا وښوده او جاپان له افغانستان سره پنځه میلیون ډالره مرسته وکړه.
د بغلان له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یې زرګونه کیلوګرام ومان بوټي –چې د نشهيي توکو په تولید کې کارول کېږي- ترلاسه کړي دي.
د سرپل ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې پر ۱۱۰ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول.
د فاریاب سیمهییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په قرغان ولسوالۍ کې یوه ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده.
د ننګرهار ولايت له څلورو ولسواليو راټوله شوې نږدې ۳۰۰ ميله وسله دفاع وزارت ته وسپارل شوه.
د پروان امنیه قومانداني وایي، امنیتي کسانو د دغه ولایت په مرکز کې د داعش یو غړی وژلی او درې ښځې او اووه ماشومان یې له هغه کوره له ځان سره بېولي چې عملیات پرې شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ٢٠٨ افغان بندیان ازاد شول.
د پاکستان ملي امنیت کمېټې له روژې میاشتې وروسته د ترهګرو او سخت دریځو ډلو پر ضد د سختو عملیاتو پیلولو اعلان وکړ.
د ولسمشر جو بایډن حکومت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بېنظمه وتلو پړه د امریکا متحده ایالتونو د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر غاړه اچولې ده.
د بغلان حکومتي مسوولین وایي، هغه درې خبریالان چې پرون د یوې موضوع په تړاو د وضاحت لپاره را غوښتل شوي وو، نن بېرته خپلو دندو ته ستانه شول.
د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند خرقې شريفې ته څېرمه تېره شپه پر نشهیي توکو یوه روږدي کس خپله مېرمن وژلې او وروسته له کوره تښتېدلی دی.
له رسنیو د ملاتړ دوو بنسټونو په بغلان کې د امنیتي ځواکونو له خوا د درېیو خبریالانو د نیولو خبر ورکوي، د هغوی خوشي کولو غوښتنه کوي او وايي، د خبریالانو د سرغړونې قضیې باید د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ارزونې کمېسیون له لارې تعقیب شي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، په سرپل، هرات، پکتیکا، زابل، نیمروز او خوست ولايتونو کې يې ۱۵۰ جریب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې او په غور کې يې د نشهیي توکو دوې کارخونې له منځه وړې دي.
د بادغیس امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سنګ اتش ولسوالۍ کې يو تن خپل ځان ويشتلی او وژل شوی دی.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د ماینونو د خطر په اړه عامه پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې هر کال د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله سلګونه کسان قرباني کېږي.
د کندهار ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند په میرویس مېنه کې یوه ځوان خپل پلار په ډزو وژلی او تښتېدلی دی.
د کونړ ولایت یو اوسېدونکی او د مخکني پوځ معلول سرتېری وايي، جګړې يې دواړه پښې اخیستې، نو ځکه يې پر نورو د جګړې ترخه نه دي پیرزو.