ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د سرګلولې چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

ننګرهار کې د سرګلولې چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

author avatar
14 Apr 2023 - 17:26
ننګرهار کې د سرګلولې چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده
author avatar
14 Apr 2023 - 17:26

جلال‌اباد ( پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۲): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د يوې زړې سرګلولې چاودنې له امله دوو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د معلوماتو له مخې، يادو ماشومانو دغه سرګلوله موندلې وه څو د کباړ په ډول یې وپلوري خو پر تیږه د ویشتو له امله یې چاودنه پرې کړې ده.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د وري په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون ناوخته د کوټ ولسوالۍ اړوند د ډوانو کلي کې يو ۶ کلن ماشوم يوې زړې سرګلولې ته چاودنه ورکړې وه چې له امله يې نوموړی وژل شوی او ۸ کلنه خور يې ټپي شوې ده.

هغه وايي، ټپي ماشومه د کورنۍ او ځايي امنيتي مسوولينو له لوري د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوې ده.

د سيمې يوه اوسېدونکي محمدنواب پژواک ته وويل، ماشومانو دغه سرګلوله پيدا کړې وه او غوښتل يې چې کباړ يې کړي خو چاودنه يې پرې کړې ده.

د تېرو څو لسيزو جګړو له امله لا هم په لرو پرتو کليوالي سيمو کې ناچاوده توکي پاتې دي چې له امله يې ډېر کله ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

د ملګرو ملتونو معلوماتو له مخې، هره میاشت په افغانستان کې د ناچاودو توکو چاودنو له امله لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

Visits: 33

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.