ژبه

تازه خبرونه
یوناما: اسلامي امارت د نرګس سادات په ګډون دوه مدني فعالان له بنده خوشي کړل

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) ویلي چې سرپرست حکومت دوه مدني فعالان خوشي کړي دي، خو په بند کې د نورو مدني فعالانو پر ساتل کېدو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما د وري په ۲۱مه، په یوه ټویټ کې لیکلي چې دوی د سرپرست حکومت له خوا د دوو مدني فعالانو نرګس سادات او ذکریا د خوشي کولو هرکلی کوي.

خو یوناما د سرپرست حکومت په بند کې د یو شمېر پاتې مدني فعالانو پر شتون اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دوی د ښځو او نجونو د حقونو په اړه غږ اوچتوي.

https://twitter.com/UNAMAnews/status/1645412176931291140?s=20

سرچینې زیاته کړې، ځیني نیول شوي کسان داسې دي‌ چې له څو میاشتو راهیسې ورسره اړیکه نه ده نیول شوې.

د یوناما تر دغه ټویټ مخکې د نرګس سادات خاوند امریکا غږ ته تائید کړه چې مېرمن یې خوشې شوې ده، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د امریکا غږ د خبر له مخې، مسوولینو د هغې خاوند ته ویلي وو چې مېرمن یې د «نظام مخالفه وه او په ټیلیفون کې یې د طالبانو ضد ویډیوګانې او تصویرونه» وو.

نرګس سادات د «افغانستان د مقتدرو اصلي ښځو غورځنګ» مشره وه چې شاوخوا دوې میاشتې مخکې امنیتي کسانو د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه «کارته چهار» کې ونیوله او بیا یې بندي کړه.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د یادو کسانو د خوشي کولو په اړه څه نه دي ویلي.

[/restrict]