حقاني ملي پولیسو ته: ستاسو کامیابي هغه وخت ده چې ولس په باور او همغږۍ کې وساتئ
د کورنيو چارو سرپرست وزیر په کندهار کې د ۳۸۰ ملي پولیسو په فراغتغونډه کې له هغوی وغوښتل چې د ولس باور وساتي، څو د هر ډول مجرمینو مخه نیول شوې وي.
د کورنيو چارو سرپرست وزیر په کندهار کې د ۳۸۰ ملي پولیسو په فراغتغونډه کې له هغوی وغوښتل چې د ولس باور وساتي، څو د هر ډول مجرمینو مخه نیول شوې وي.
د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې د يوې مرمۍ چاودنې له امله د يوې کورنۍ دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي. د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس ثواب جان اسلاميار پژواک…
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په پنځو ولایتونو کې د قتل او غلا په تور ۱۸ کسان نیولي دي.
د پکتيا ګمرک مسوولين وايي، له پاکستانه افغانستان ته قاچاق کېدونکي ۱۰ ډوله نظامي تجهیزات یې ترلاسه کړي دي.
د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند نوي سړک ته څېرمه وسلهوالو غلو یو سوداګر په ډزو وژلی او ۲،۲ میلیونه پاکستانۍ کلدارې یې ترې وړې دي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، د دغه ولایت د کرنې رییس حافظ عبدالمجیب مشفق په کابل کې نیول شوی دی.
د سرپل پولیس وایي، تېر ماښام د دغه ولایت په مرکز کې نامعلومو وسلهوالو یو کس په ډزو وژلی دی.
د اروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په پنځو بېلابېلو سیمو کې نن پر شل جریب ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوي دي.
د هرات ځايي چارواکي تاییدوي چې د یو لړ عملیاتو په پایله کې د یوې ښځې په ګډون د داعش ډلې شپږ غړي وژل شوي دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په نجراب ولسوالۍ کې یو ځوان د ښکاري ټوپک خطايي ډز له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. د کاپیسا امنیې قوماندانۍ د رسنیو او عامه…
ځینې پاکستاني او امریکایي رسنۍ ادعا کوي چې د افغانستان په خوست ولایت کې چاودنې د ټيټيپي ۲۱ کسانو ته مرګژوبله اړولې، خو سیمهییزي حکومتي سرچینې وایي، دغه چاودنه د ګاز ډبې وه او یوازې…
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مسوولين وايي، تېره يې د دغه ولايت په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۹۰ کسان نيولي دي.
د فراه حکومتي مسوولین وايي، د تېرو ۱۲ میاشتو په موده کې په دغه ولایت کې د ولایتي ادارو او قومي جرګو له لارې ۶۲ دښمنۍ پر دوستۍ بدلې شوې دي.
د راپورونو له مخې، پر اوکراین د روسيې د برید له پيله د روان کال د جنورۍ تر ۱۵مې له اوکراین سره د امریکا پوځي مرسته ۴۶.۶ ميليارد ډالرو ته رسېدلې او دا کچه په افغانستان کې د امريکا تر کړو پوځي مرستو لوړه ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي، یوناما د داعش د ځپلو، له نشهیي توکو او اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې د دغه وزارت د مشرتابه له هڅو هرکلی وکړ. یاد وزارت په خپله…
ميډل اېسټ خپرونه وايي، ځیني افغان ځانګړي ځواکونه چې امریکا پرې سلګونه میلیارد ډالر لګولي، د روسیې په ګټه جنګېږي او دغه خبر د پخوانیو ځانګړو عملیاتو قولاردو قوماندان هم تایید کړ.
د کاپیسا امنیه قومانداني وایي، په تېرو دوو میاشتو کې یې ۵۵ میله بېلابېلې وسلې کشف او ضبط کړې او په تړاو یې ۳۵ کسان نیولي دي.
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې یوه کس خپله مېرمن وژلې ده.
د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ اوږده دښمني -چې د ماشومانو پر سر پیل شوې وه او د دواړو لورو درېیو کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې وه- د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړتوب پای ته ورسېده.
په کابل کې د ملي دفاع پوهنتون او د پولیسو ملي اکاډمۍ لپاره له ۲۲۵۴ کسانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه.
د کندوز امنیه قومانداني وايي، یوې ۲۴ کلنې نجلۍ د دغه ولایت د درېیمې حوزې اړونده سیمه کې ځانوژنه کړې ده.
د کاپيسا ولايت امنيه قومانداني د يوې څلور کسيزې ډلې د نيولو خبر ورکوي چې د ټیلېفون له لارې خلکو ته په دوکې ورکولو سره ترې پیسې اخیستې.