منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

امنيه قومانداني: بلخ کې د خبريالانو په يوه غونډه کې چاودنه شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۸ کتنې · تازه شوی

مزارشريف (پژواک، ٢٠ کب ١۴٠١): د بلخ امنيه قومانداني وايي، د دغه ولايت په مرکز کې د خبريالانو په يوه غونډه کې چاودنه شوې او يو شمېر کسان يې ټپيان کړي دي.

دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې شوې ده.

د بلخ امنيې قوماندانۍ وياند محمداصف وزيري پژواک ته وويل چې دغه چاودنه د خبريالانو په يوې غونډه کې شوې ده.

هغه وويل چې په دې اړه تر اوسه نور معلومات نه لري.

په ياده غونډه کې د نورو خبريالانو ترڅنګ د پژواک خبريال عبدالصبور سيرت هم ګډون درلود.

سیرت چې په دې پېښه کې ټپي شوى، وايي چې چاودنه د خبريالانو د غونډې پرمهال وشوه او دى دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندى دى.

هغه زياتوي چې په دغه چاودنه کې يو شمېر نور کسان هم ټپيان شوي دي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.