ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل

کابل ښار کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل

author avatar
10 Mar 2023 - 21:55
کابل ښار کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل
author avatar
10 Mar 2023 - 21:55

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۱): د کابل ښار د پنځمې حوزې اړونده سیمه کې یوې چاودنې له امله دوه کسان ټپیان شوي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د کب په ۱۹مه ویلي چې دا چاودنه له ماښام وروسته د کابل ښار د پنځمې حوزې اړونده سیمه سپین کلي څلورلارې سره نږدې شوې ده.

هغه د چاودنې څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې چې دوه کسان ټپیان شوي دي.

ځدراڼ ویلي، د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

بلخوا د سیمې اوسېدونکو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې د درنې چاودنې او ډزو غږونه یې اورېدلي دي.

د یادونې ده، پرون هم د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند د ښوونې او روزنې پوهنتون پر سړک چاودنه شوې وه چې د مسوولینو په وینا، مرګ‌ژوبله یې نه لرله.

Views: 75

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.