تالقان ښار کې چاودنې څلور کسان ټپیان کړي
د تخار امنیتي مسوولین وایي، د تالقان ښار د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله څلور ملکیان ټپیان شوي دي.
د تخار امنیتي مسوولین وایي، د تالقان ښار د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله څلور ملکیان ټپیان شوي دي.
کندهار (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱) د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د راکټ د يوې زړې سرګلولې چاودنې د يوې کورنۍ له يوه ماشوم ژوند واخيست او درې نور يې ټپيان کړل. د کندهار د والي ویاند حاجي زید پژواک…
ملي دفاع وزارت هغه راپورونه تایید کړل چې د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې د «مقاومت جبهې» د دوو قوماندانانو په ګډون شل کسان وژل شوي دي.
د سرپل امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یوې ښځې خپل خاوند – چې پر نشهيي توکو روږدی و - وژلی دی.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ دروازې ته څېرمه چاودنې له امله، د دغه ولایت امنیه قوماندان او دوه ساتونکو یې ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د کابل امنيتي مسوولین وايي، د شپږمې امنيتي حوزې اړوند په چهارقلعه سيمه کې چاودېدونکي توکي چاودلي دي، خو مرګژوبله نه لري.
د فاریاب یوه حکومتي چارواکي د خپل زوی دوه قاتلان وبښل؛ دیني عالمان او د سیمې خلک د هغه دا کړنه ستایي او وايي، که په ټولنه کې که څوک دُښمني لري نو له بښنې دې کار واخلي او د دُښمنۍ پرځای دې، د مینې او یو بل منلو لار غوره کړي.
د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د یوې ځوانې نجلۍ مړی موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوې ده.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت قادس ولسوالۍ د پوهنې امر او ورور یې د ناپېژندو وسلهوالو له خوا وژل شوي دي. د بادغيس امنيې قوماندانۍ وياند صديقالله صديقي پژواک ته وويل چې…
د ننګرهار د کرنې رياست وايي، د دغه ولايت په مرکز جلالاباد ښار او ولسواليو کې ۴۸۵ زره جريب دولتي ځمکه غصب شوې چې اوس يې د تثبيت او بېرته راګرځولو لړۍ پيل کړې ده.…
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د پوځ پخواني مشر جنرال باجوه هغه ظلم وکړ، چې یو دښمن یې هم پاکستان سره نه کوي. د پاکستان جیو تلویزیون خبر ورکړی…
د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې دوه انسانتښتوونکي نیول شوي دي.
د اروزګان مرکز ترینکوټ په یوه ورزشي لوبغالي کې د ۲۳ کسانو له ډلې، ۲۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په درو ووهل شول او د بند سزا ورکړل شوه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، تېره شپه د يو لړ عملياتو په پایله کې د داعش ډلې درې غړي وژل شوي او یو یې ژوندی نیول شوی دی.
د کندهار د څلورمې ناحیې اړوند د دهخواجه سیمې یوه اوسېدونکي تنکي ځوان شفیقالله مدیون - چې ۱۶ کاله عمر یې درلود - په خپل کور کې ځانوژنه کړې ده.
کونړ کې حکومتي مسوولین وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د مرکز اړوند د یارګل سیمې یوه کور کې د داعش ډلې دوه وسلهوال وژلي او یو يې ژوندی نیولی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د محکمې د پرېکړې له مخې د یوې مېرمنې په ګډون ۱۲ کسان په دُرو ووهل شول .
د پاکستان دفاع وزیر وايي، د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ترهګرۍ ضد مرکز کې د یرغمل نيوونکو پر ضد عملیات پای ته رسېدلي چې په کې ټول بریدګر او دوه پوځيان وژل شوي دي.
د لغمان امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت د غرقیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه کسان له ۳۱۴ کیلوګرام چرسو سره یوځای نیول شوي دي.
د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې یو کس په خپل کور کې د نامعلوم کس له لوري د تبر په وسیله وژل شوی دی.
د پاکستاني علماوو او سوداګرو یو پلاوی کندهار ته راغلی و او د دغه ولایت له چارواکو سره یې د سپین بولدک- چمن پر شخړې خبرې کړې دي.