ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې محکمې پنځو کسانو ته تعزيري سزا ورکړه

پکتيا کې محکمې پنځو کسانو ته تعزيري سزا ورکړه

author avatar
31 Dec 2022 - 15:18
پکتيا کې محکمې پنځو کسانو ته تعزيري سزا ورکړه
author avatar
31 Dec 2022 - 15:18

ګردېز (پژواک، ١٠ مرغومى ١٤٠١): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته تعزيري سزا ورکړل شوه.

د پکتيا ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره شوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان څه موده مخکې د غلا او اخلاقي فساد په تور نيول شوي وو چې نن د ښاري لومړنۍ محکمې له لوري ورته تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچينه وايي، پر یادو مجرمینو د سزا حکم د دولتي چارواکو او عامو خلکو په حضور کې تطبیق شوی دی.

خو سرچينې دغو پنځو کسانو ته د سزا ورکولو ځای نه دی په ډاګه کړی او دا یې هم نه ده روښانه کړې چې دغو کسانو ته يې د کوم جرم په مقابل کې څومره سزا ورکړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.