اروزګان کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخوشی شو
د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې يو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخوشی شوی او له دې پېښې سره په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي. د يادې موضوع په تړاو د اروزګان امنیې…
د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې يو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخوشی شوی او له دې پېښې سره په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي. د يادې موضوع په تړاو د اروزګان امنیې…
د فاریاب ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د خان چهارباغ ولسوالۍ مربوطاتو کې یوې ۲۱ کلنې نجلې ځان راځوړند کړی او مړه شوې ده.
د کابل امنیه قومانداني وایي چې په کابل ښار کې د دوو پاکستانیانو په کډون لس کسان له ټابلیټ کا، چرس او پوډرو سره نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایي، د دغه وزارت منسوبینو په کابل کې د یوه کس د تښتولو په تور شپږ کسان نیولي دي.
د غزني امنيتي مسوولین وايي، په غزني ښار کې يوه ښځه د امنیه قومندانۍ مخې ته د يوه امنيتي کس په خطايي ډز لګېدلې او ټپي شوې ده.
د زابل امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په ښار صفا ولسوالۍ کې یې زر جریبه کرنیزه ځمکه له غصبه خلاصه کړې او دا لړۍ روانه ده.
د غور ولایت سیمهییزې سرچینې د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري د یوه قومي مشر د وژل کېدو خبر ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت له درنو جرمونو او اداري فساد سره د مبارزې ریاست یوه کارکوونکي د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې ژوند له لاسه ورکړ.
د بغلان ولایت مسوولين وايي، د دغه ولایت په شمالي سالنګ کې د کرولا موټر چپه کېدو پېښه کې یو تن مړ او درې نور ژوبل شوي دي. د بغلان د ترافیکو مدیر قاري ندیر…
اسلامآباد له کابله غوښتي چې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ونیسي؛ ځکه چې هغه په افغانستان کې دی، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې ردوي چې ګواکي اظهر افغانستان کې دی.
د غزني په زنخان ولسوالۍ کې یوه مور او څلور ماشومان یې په مرموز ډول وژل شوي او جسدونه یې په یوه څاه کې اچول شوي دي.
کابل وايي، پاکستاني ځواکونو تېره ورځ د اصولو خلاف هڅه کړې چې ډیورنډ کرښې ته نږدې پوسته جوړه کړي، خو کله چې افغان ځواکونه د موضوع په اړه د خبرو لپاره ورنږدې شوي، پاکستانیانو پرې ډزې کړې چې بیا په متقابلو ډزو کې مرګژوبله اوښتې ده.
د جوزجان سیمهییز او امنیتي مسوولین په دغه ولایت کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو خبره کوي او په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه بولي. د جوزجان والي داملا شعیب رسالت په…
د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د لاسي بم په چاودنه کې دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اسلامي امارت وياند وايي، د پنجشېر په درېيو ولسوالیو کې تصفيوي عمليات شوي چې د څلورو قومندانانو په ګډون ۴۰ تنه په کې وژل شوي او ۱۰۱ تنه نور نيول شوي دي.
چارواکي وايي، د پولیسو د مسلکي کولو هڅې یې پيل کړې چې په دې لړ کې نن په میدان وردګو کې ۷۲۴، کندوز کې ۴۷۷ او اروزګان کې ۱۲۵ پولیس له روزنیزو مرکزونو…
ځايي سرچينې وايي، د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې يوه ښځه او سړى وژل شوي او په تړاو يې دوه کسان نيول شوي دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، تېره شپه د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې درې کسان چې پاکستان ته یې په قاچاقي ډول اوسپنه وړله، نیول شوي دي. د دغه ولایت د…
د کابل امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو د کابل ښار اتمې حوزې اړوند په کارته نو سیمه کې یو مشهور انسان تښتونکی نيولى او يو ماشوم یې ترې ژغورلى دى.
د لغمان امنیه قومانداني وايي، پرون يې د غلو یوه اته کسیزه ډله یې نېولې چې د خلکو پر کورونو سربېره يې د کابل – جلالاباد لارې په اوږدو کې موټرچلوونکي او مسافر لوټل.
حکومتي مسوولين وایي، په کابل هوایي ډګر کې څلور کسان د نشهیي توکو او شېرخان بندر کې یو کس تاجکستان ته د ۵۰زره امریکایي ډالرو د قاچاق په تور نیول شوي دي.