بادغیس کې یو ۲۲ کلن ځوان د خپلې مېرمنې له خوا ووژل شو
د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ مسوولین د یوې ښځې له خوا د خپل خاوند د وژلو خبر ورکوي او وايي، دغې ښځې د څېړنو پر مهال ویلي چې دغه کار ترې سهواً شوی دی.
د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ مسوولین د یوې ښځې له خوا د خپل خاوند د وژلو خبر ورکوي او وايي، دغې ښځې د څېړنو پر مهال ویلي چې دغه کار ترې سهواً شوی دی.
د استخباراتو عمومي رياست وايي، په بلخ ولایت کې یې د شاکرالله په نوم يو کس - چې د دوی په وینا د «خوارجو» غړی دی - نیولی دی.
د لغمان امنيې قوماندانۍ منسوبین وایي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې يې دوه کسان له ۲۰۰ کیلوګرام چرسو سره نیولي دي.
فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په لولاش ولسوالۍ کې یو سړی او یوه ښځه په ډزو وژل شوي دي.
د سرپل امنیه قومانداني وایي، یو لس کلن ماشوم یې په دغه ولایت کې د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی کړی دی.
د اروزګان امنیه قوماندان وايي، پر یوه پلان کار کوي چې له مخې به یې د هغو کسانو مخنیوی شي چې دولتي وسایط د شخصي چارو لپاره کاروي، خپلسرۍ کوي او ښاري نظم ګډوډوي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو د شمالي کوتل دروازه کې یوه ماشومه نجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلې ده.
د لغمان سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په دولتشاه ولسوالۍ کې دوه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل ښار په اتمه حوزه کې وسلهوالو غلو یو هټۍوال او یو پېرېدونکی ټپیان کړي او له دوکانداره یې موبایل او پیسې هم وړې دي.
د تصفیې کمېسیون وايي، تر راتلونکو ۱۵ ورځو هغو کسانو ته بېرته خپل نقلیه وسايط او نور اجناس ورکوي چې د ملکیت ټول سندونه يې وړاندې کړي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د خېرخانې کوتل په يوه جومات کې د چاودنې له امله ٢١ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ٣٣ نور ټپيان شوي دي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو یو کال وروسته، د امریکا دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان کې یې د ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت نظامي وسایل او تجهیزات پاتي دي.
د پکتیا امنیې قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې په نهه ډاډسن موټرونو کې بار چرس ترلاسه کړي دي.
د کابل امنيه قومانداني وايي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې ۲۳۵۵ کسان د ۲۰۰۰ جنايي پېښو، ۵۲ «په شريرو پېښو کې د لاس لرلو» او ۳۱۵ کسان یې د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د افغانستان د سرپرست حکومت د دفاع وزارت اعلان کړی چې مولوي مهدي یې د هرات او ایران په سرحدي سیمه کې وژلی دی.
سرچينې وايي چې د کابل ښار په خيرخانه سيمه کې چاودنه شوې ده.
د خوست امنيه قوماندان وايي، په تېر یو کال کې یې په دغه ولایت کې د جرمونو مخینوی کړی او د نشهيي توکو د پېر او پلور کچه یې ۹۵ سلنه راټيټه کړې ده.
د ميدان وردګو مسوولین وايي چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور يې درې کسان له لسګونه کیلوګرامه چرسو سره نيولي دي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د يوې سرګلولې چاودنې د يوې کورنۍ درې ماشومان ټپيان کړي دي. د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند حاجي رييس زابلي…
د کابل امنيتي مسوولین وايي چې د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
د فاریاب سیمهییزې سرچینې وايي چې نن غرمه د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار د دویمې حوزې اړوند په «مرغ فروشي» بازار کې یو کس د وسلهوال موټرسایکل سپاره له خوا د خپل زوی مخکې په ډزو ووژل شو.