مزارشریف (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱): د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د ښه امنیت په موخه یې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف په ټولو سیمو کې د عمومي پلټنې عملیات پیل کړي چې یوه اوونۍ به دوام ولري.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري وايي، دغه پلټنه یې د خلکو په غوښتنه د ښه امنیت د ټینګښت په موخه تېره شپه پیل کړې دي.
هغه زیاتوي چې دا پلټنه استخباراتو، قولاردو او امنیې قوماندانۍ د یوه کمېسیون په جوړولو په ګډه پیل کړې چې موخه یې یوازې د ډاډمن امنیت ټینګښت دی.
د یادونې ده، تېر کال په کب میاشت کې حکومت په مرکز کابل او څو نږدې ولایتونو کې هم کور په کور پلټنه ترسره شوه چې د راپورونو له مخې، د پلټنې د دغو عملیاتو په پایله کې ګڼ وسایط، وسلې او نور نظامي توکي ترلاسه شوي وو.
Visits: 53
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن