ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې يوې ښځې خپل خسر وژلی

په فراه کې يوې ښځې خپل خسر وژلی

author avatar
25 Aug 2022 - 18:02
په فراه کې يوې ښځې خپل خسر وژلی
author avatar
25 Aug 2022 - 18:02

فراه (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۱): د فراه ولایت مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې یوې ښځې خپل خسر وژلی دی.

دغه خبره نن د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پژواک ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې کړې ده.

په خبرپاڼه کې د خاکسفید د امنیه قوماندان مخلص اغا له قوله لیکل شوي: «تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د يادې ولسوالۍ په محل خان سیمه کې د دین محمد په نوم یو تن په خپل بستر کې پروت وژل شوی دی.»

مخلص اغا زیاته کړې چې امنیتي او استخباراتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او په لومړنيو پلټنو کې ثابته شوې چې دغه سړی د خپلې نګور له خوا وژل شوی دی.

سرچینې ويلي چې تراوسه د دغه سړي د وژل کېدو لامل او انګیزه نه ده معلومه، خو په وینا يې چې له پلټنو وروسته به هر څه معلوم شي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د وژل شوي سړي نګور چې نجیبه نومېږي، د قتل مسوولیت منلی او دوسیه يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې ده.

Visits: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.