ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: تر هغه هېواد ته نه ستنېږم څو د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقوق تامین شوي نه وي

اشرف غني: تر هغه هېواد ته نه ستنېږم څو د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقوق تامین شوي نه وي

author avatar
26 Aug 2022 - 14:33
اشرف غني: تر هغه هېواد ته نه ستنېږم څو د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقوق تامین شوي نه وي
author avatar
26 Aug 2022 - 14:33

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه مرکه کې ویلي، هغه مهال به د یوه افغان په توګه افغانستان ته بېرته ستون شي چې هر وګړی ځان په خپل هېواد پورې تړلی وګڼي او د ښځو او ځوانانو په ګډون ټول خلک په‌کې ونډه ولري.

د تېر کال د زمري میاشتې په ۲۴مه پخوانی نظام ړنګ شو او طالبان واک ته ورسېدل، په همدې ورځ پخوانی ولسمشر محمداشرف غني له هېواده ووت، څو ورځې وروسته د متحده عربي اماراتو حکومت اعلان وکړ چې غني او د هغه کورنۍ ته یې د بشردوستۍ پر اساس هرکلی ویلی او لا هم هلته مېشت دی.

اشرف غني له پي‌بي‌اېس ټلوېزیون سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، تر وروستۍ دقیقې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او افغانانو دفاع ته ژمن و او د هېواد د رهبرۍ په کچه وروستی کس و چې افغانستان یې پرېښود.

هغه ویلي، په داسې حالت کې راګیر شو چې قرباني ورکولو یې جمهوریت نه‌ شو ژغورلای.

ده ویلي، د یوه افغان په توګه به د «طالبانو» تر ولکې لاندې افغانستان ته تر هغه ستون نه شي څو هر وګړی ځان په خپل هېواد پورې تړلی ونه ګڼي او د ښځو او ځوانانو په ګډون ټول خلک په‌کې ونډه ونه لري او افغانانو هغه ثبات ترلاسه کړی نه وي چې اوس یې له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د ولسمشر محمداشرف غني د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې ویلي وو چې د افغانستان حکومت ټول ګډون دی او د لا ټول ګډون کېدو لپاره یې هڅې کوي، دغه راز د خلکو ټولو بشري حقونو ته ژمن دي او  ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د هغوی ټول حقونه ورکوي.

Visits: 789

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.