منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

امنیت او جرمونه

۳۲،۰۲۸ راپورونه

راپورونه

غړي

ننګرهار کې یوه کس خپله ښځه وژلې ده

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې يوه کس خپله ښځه وژلې ده او امنیه قوماندي وايي چې دغه کس د تېښتې په حالت کې نیول شوی دی.

غړي

د افغانستان سفارت: په بلوچستان کې نیول شوي افغان کډوال دې بېرته ژر خوشي شي

په پاکستان کې د افغانستان سفارت وایي، دغه هېواد ته د غیرقانوني ورتلو په تور د ۲۵۰ افغان کډوالو نیول کېدو موضوع یې د پاکستان له اړوند بنسټونو سره شریکه کړې او هیله یې ښودلې چې نیول شوي کسان بېرته ډېر ژر خوشي شي.

غړي

پولیس: هغه څرګندونې چې ګواکې د کابل پرونۍ چاودنه کې له دوو ډېر کسان وژل شوي، ناسمې دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، د کابل په کرکټ لوبغالي کې هغه چاودنه غندي چې ۱۹ کسان په کې وژل شوي، خو امنیه قومانداني وایي چې په دې چاودنه کې یوازې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

غړي

حکومت په افغانستان کې د داعشیانو شمېر صفر ته نږدې بولي، خو روسیه یې د درې برابره ډېروالي ادعا کوي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، په افغانستان کې د داعش د وسله‌والو شمېر شپږ زرو ته رسېدلی، خو سرپرست حکومت یې ردوي او وايي چې تر زرو پورې کسان یې نیول شوي او پاتې نور یې ځپل کېږي.

نور راپورونه