ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يو تن خپله مور او دوه وروڼه وژلي

ننګرهار کې يو تن خپله مور او دوه وروڼه وژلي

author avatar
5 Aug 2022 - 14:57
ننګرهار کې يو تن خپله مور او دوه وروڼه وژلي
author avatar
5 Aug 2022 - 14:57

جلال اباد (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې يو کس خپله مور او دوه وروڼه وژلي او خپله له سيمې تښتېدلی دی.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حاجي رييس زابلي د زمري په ۱۴مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند «اربابانو» سيمه کې يو کس خپله مور او دوه وروڼه وژلي دي.

دی وايي، قاتل له سيمې په تېښته بريالی شوی، خو پوليسو يې د نيولو پلټنې پيل کړې دي.

د زابلي د معلوماتو له مخې، د وژل شويو کسانو جسدونه د څېړنو لپاره د جلال اباد حوزوي روغتون عدلي طب ته لېږدول شوي دي.

د هغه په وينا، تراوسه د دغې پېښې انګېزه معلومه نه ده، خو هڅې روانې دي چې ټول جزئيات يې په ډاګه شي.

د سيمې يو اوسېدونکی ناصر خان وايي، د ګاونډ په يوه کور کې يې شور شو، کله چې دوی ورغلل، خبر شول چې يو کس خپله مور او دوه وروڼه وژلي، خو خبره معلومه نه شوه چې ولې يې دا کار کړی دی.

هغه زياته کړه، وروسته امنيتي کسان راغلل او جسدونه يې انتقال کړل.

په دې وروستيو کې د هېواد په مختلفو برخو کې د کورنۍ د غړو د وژلو پېښې ډېرې شوې دي.

تېرو دوو اونيو کې يوازې ننګرهار کې دا څلورمه پېښه ده چې د خپلې کورنۍ غړي په کې وژل کېږي.

تر دې وړاندې د اتمې ناحيې په مربوطاتو کې په يوه پېښه کې یوه مېرمن خپل خاوند، په بله پېښه کې خاوند خپله مېرمن او درېيمه پېښه کې بيا يو کس خپله ورېندار وژلې وه.

Visits: 791

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.