ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژل شوی

د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژل شوی

author avatar
5 Aug 2022 - 11:06
د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژل شوی
author avatar
5 Aug 2022 - 11:06

جلال اباد (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو يو قومي مشر د سهار لمانځه پرمهال وژلی دی.

چارواکي وايي، مولوي محمد قيوم نن سهار (د جمعې ورځ) په جومات کې د لمانځه پرمهال وژل شوی دی.

د چپرهار ولسوال قاري بدرالدين چپرهاري نن (زمري ۱۴مه) پژواک اژانس ته وويل، نن سهار د دغې ولسوالۍ په «ماڼو» کلي کې ناپېژاندو کسانو یو قومي مشر مولوي عبدالقيوم د لمانځه پرمهال وژلی دی.

دی وايي، امنيتي مسئولين يې سیمې ته د پلټنو لپاره لېږلي دي.

 د سيمې يوه اوسېدونکي محمد جان هم پژواک ته وويل، مولوي عبدالقيوم جومات کې د لمانځه په وخت کې وژل شوی دی.

د دغه بريد مسئوليت تراوسه کومې مخالفې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی.

 

Visits: 800

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.