غزني او اروزګان کې پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
ستره محکمه وايي چې په غزني او اروزګان ولایتونو کې یې پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړې ده.
ستره محکمه وايي چې په غزني او اروزګان ولایتونو کې یې پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړې ده.
د زابل امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د مالیې وزارت وایي چې تېره اونۍ د هېواد په ځینو ولایتونو کې نږدې ۵۱ زره کیلوګرامه قاچاقي توکي نیول شوي دي.
د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د ټابلین په نوم د نشې ۳۴۰۰ ټابلېټونه کشف او ترلاسه شوي دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت، د ازبکستان له لوري امریکا ته د اوو چورلکو د سپارلو په اړه خپرو شوو راپورونو په غبرګون کې ویلي، دغه چورلکې د افغانانو حق دی، امریکا یې دې افغانستان ته د رالېږدولو برخه کې خنډونه نه جوړوي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، تورخم کې یې هغه ۲۵۰۰ چرګان بېرته پاکستان ته ورګرځولي چې د ډېر وخت یا زاړه او بېکیفیته وو.
د نیمروز امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې درې غله وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د یو شمېر وسلو او مهماتو د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په تړاو یې یو شکمن کس هم نیول شوی دی.
کندهار کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د یوه سپینږیري سوځېدلی مړی موندل شوی دی.
ستره محکمه وايي چې په کابل، اروزګان او کاپیسا ولایتونو کې یې د یوې ښځې په ګډون ۱۳ کسانو ته تعزیري سزا ورکړې ده.
د کابل امنیه قومانداني وايي، په کابل ښار کې یې د غلو یوې ډلې څلور غړي چې د «مجاهدینو» له جامو په ګټې اخیستو یې د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې د خلکو له کورونو غلاوې کولې، نیولي دي.
خوست کې مسوولین وایي چې د ا.ا مشرتابه د ځانګړي فرمان له مخې د دغه ولایت له مرکزي محبسه د درېیو مېرمنو او اتو ماشومانو په ګډون ۱۸۳ بنديان ازاد شول او د ۲۸۷ نورو بندیانو د بند موده کې کموالی راغلی دی.
د پکتیا امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت په تېرو اوو میاشتو کې د بېلابېلو جنايي پېښو په تړاو ۶۱۲ کسان نیول شوي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، نن د دغه ولایت د مرکز اړوند په جنګلباغ سیمه کې د پولیسو او استخباراتو په ګډو عملیاتو کې د نښتې پر مهال دوه وسلهوال وژل شوي او درې نور ژوندي نیول شوي دي.
د تخار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې دوه غله یوه کور ته ورغلي، یوه ښځه او سړی یې وژلي او پر یوې ۱۳ کلنې نجلۍ یې جنسي تېری کړی دی.
د ننګرهار ولايت له عمومي زندانه د اتو ښځو په ګډون ۱۲۳ کسان ازاد او خپلو کورنیو ته ستانه شول.
د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې یې د ۱۵۰ جوړو چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده.
یوناما او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د یوناما په کمپلېکس کې ډزې شوې او له امله یې د اسلامی امارت یو امنیتي کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوناما یو کارکوونکی ټپی شوی دی.
ستره محکمه وایی، د کابل د چهاراسیاب ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، یوه کس ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د پروان امنیتي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې، یو شمېر وسلې او مهمات نیول شوي دي.
د خوست امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په عليشېرو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د ۱۳غړو د وژل کېدو پېښې په تړاو د اوو شکمنو کسانو له ډلې درې اصلي عاملان نیول شوي دي.
د پروان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د وسلهوالو غلو او د کور خاوند ترمنځ نښته شوې چې له امله یې یو غل او د کور څېښتن مېرمن وژل شوې او زوی یې ټپي شوی دی.
د کندهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یو غل له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو او یو بل تن یې ژوندی نیول شوی دی.
د جوزجان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په اقچې ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو یو سړی د چاقو په وسیله وژلی دی.