منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

امنیت او جرمونه

۳۲،۰۲۸ راپورونه

راپورونه

غړي

لغمان کې یو کس په ډزو وژل شوی

د لغمان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د مرکز اړوند سلطان غازي‌بابا ښارګوټي کې یو کس په ډزو وژل شوی خو امنیتي کسانو یې قاتل هم هماله نیولی دی.

غړي

ایران کې څلور افغانان اعدام شوي

د بشري حقونو یوه سازمان خبر ورکړی چې وړمه ورځ د ایران په مشهد کې څلور افغان کډوال چې د نشه‌يي توکو په تړاو نیول شوي وو، اعدام شوي دي.

غړي

د کندهار د جهادي مدرسې یوه استاد د ناپېژانده وسله‌والو برید کې ژوند بایللی

د یو شمېر سرچینو معلوماتو له ‌مخې، د کندهار د جهادي مدرسې یو استاد او د اسلامي امارت د کره‌کتنې ادارې غړی مولوي محمدعمرجان اخندزاده تېره شپه د بلوچستان په مرکز کوېټې ښار کې د ناپېژانده وسله‌والو له خوا وژل شوی دی.

غړي

حنفي له بهر مېشتو افغانانو سره لېدنه کې: چا ته اجازه نه ورکوو چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي

د امر بالمعروف، نهې‌عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست له بهر مېشتو افغانانو پلاوی سره په لېدنه کې ویلي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د ښځو حقونه تر پښتو لاندی کړي او په بدو کې د ښځو ورکولو کچه تقریبا صفر ته رسېدلې ده.

غړي

کندهار کې په درېیو جلا پېښو کې څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

د کندهار ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ارغستان او سپین‌بولدک ولسوالیو کې د دوو زړو مرمیو چاودنو له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي، دغه راز په ډنډ ولسوالۍ کې یو ماشوم سېلابي اوبو کې ډوب او مړ شوی دی.

اختر د پخلاینې لپاره ښه فرصت دی

نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده، د کابل ښار ځانګړې بڼه خپله کړې، ځینې کسان چې له خپلو خپلوانو او دوستانو سره خپه وو او اوس غواړي له یو بل سره پخلا شي له نورو هغو کسانو چې له یو بل سره اختلاف لري هم غواړي څو خپلې کینې پریږدي او له یو بل سره پخلا شي.

نور راپورونه