د کابل امنیه قومانداني: د دولتي تېلو د غلا په تور مو پنځه کسان نیولي
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې پنځه کسان د دولتي تېلو او دوه نور د موټرو او بايسکلونو د غلا په تور نيولي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې پنځه کسان د دولتي تېلو او دوه نور د موټرو او بايسکلونو د غلا په تور نيولي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سېمه کې د چاودنې له امله ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له پاکستانه د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي يو شمېر کډوال وايي چې پاکستاني نظاميانو ترې په تورخم او ځينو نورو سيمو کې په زور پيسې اخيستې دي.
دایکنډي کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت شاوخوا دوه ټنه نشهیي توکي سوځولي دي. د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ ویاند غلامعلي جاوید پژواک…
د کورنیو چارو وزارت وايي، د هرات په اسلامکلا بندر کې د یو نیم میلیون ریال، ۴۵۰ زره یورو او ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر وايي، په افغانستان کې د تېر ميلادي کال په پرتله سږ کال د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.
ننګرهار کې مسوولین وايي چې د تورخم له لارې د کډوالو راستنو شوو یو شمېر کورنيو سرپرستان په پاکستان کې د پولیسو له خوا بندیان شوي دي.
پولیس وایي، کابل ښار کې یې د غلو یوه نهه کسیزه ډله د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت غلا شوو توکو سره نیولې ده.
: د هلمند ځایي مسوولین وایي چې په درېیو ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال لسګونه خرواره اومان وسوځول شول او څلور کارخونې له منځه یوړل شوې.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د نشهیي توکو د پروسس او تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په دوو امنیتي پېښو کې ۱۷ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د کاپيسا امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې یې ۱۷ ميله وسلې کشف او ترلاسه کړې او ورسره په تړاو ۱۵ کسان نیول شوي دي.
د فراه امنیتي مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په شيب کوه ولسوالۍ کې پنځه کسان په بېلابېلو سیمو کې د تاريخي اثارو د غیرقانوني پلټنو په تور ونیول شول.
د هلمند امنیتې مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې مسولینو د نشه یي توکو یوه کارخانه کشف او له منځه یو وړل شوه.
پکتیا کې چارواکي وایي، د دغه ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ کې له پاکستان سره نښلېدونکې «خرلاچي» لاره د خیبرپښتونخوا په کرمه ایجنسۍ کې د جګړې له امله وتړل شوه.
د بلخ حکومتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې درې وسلهوال وژل شوي دي.
سرپل کې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یوه نجلۍ وژل شوې او یوه بله له ځانوژنې ژغورل شوې ده.
د بغلان امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې ۱۲۳ کیلوګرامه تریاک او یوه اندازه نور نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په تیوره ولسوالۍ کې یو ماشوم د خپل ورور له لوري په خطايي ډز وژل شوی دی.
غور کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د انسانتښتوونکو له منګولو د یوه کس ژغورل کېدو خبر ورکوي او وايي چې د دې قضیې په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په کرزېوان ولسوالۍ کې یوه ۱۶ کلن ځوان ځانوژنه کړې او یو ۲۳ کلن ځوان په ترافیکي پېښه کې مړ شوی دی.
امنیتي مسوولین وایي چې د بلخ په زارع، چهارکنت او مارمل ولسوالیو کې ۳۳ میله بېلابېل ډول وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.
د نورستان ولایت امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې «د مقاومت جبهې» یو غړی وژلی دی.
د کندهار امنیتي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې یو وسله وال غل پر نظامیانو د برید په هڅه کې و وژل شو.