پنجشېر کې د دوو خونړیو دښمنيو پای؛ کورنیو له کلونو وروسته سوله وکړه
پنجشېر کې د قتل او کورنۍ شخړې دوه مخکنۍ قضیې چې یوې ۱۵ او بلې ۷ کاله دوام وکړ، د ځايي مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېدې. پنجشېر کې د شخړو د…
پنجشېر کې د قتل او کورنۍ شخړې دوه مخکنۍ قضیې چې یوې ۱۵ او بلې ۷ کاله دوام وکړ، د ځايي مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېدې. پنجشېر کې د شخړو د…
په غزني کې د یوه خیریه بنسټ او ملي سوداګرو په مالي مرسته د ۲۲ ځوانو جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول.
د سرپل ولایت په مرکز کې له کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو درې ورځنۍ نندارتون پرانیستل شو.
د افغانستان په ختیځ کې د زلزلهځپلو لپاره د جاپان د غیرخوراکي توکو مرسته کابل ته رارسېدلي او روسيې هم له دغو زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره ۲۰ ټنه خوراکي توکي را استولي دي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي، په روسیه کې مېشت یوه افغان سوداګر د هېواد په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره د ۴۲.۵ ټنه خوراکي توکو مرسته کړې ده. د روانې…
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، په ټول هېواد کې معذور (نارینه او ښځینه لېونیان) وګړي راټولوي او د درملنې او پالنې په موخه…
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د کونړ د زلزلهځپلو لپاره د وینېورکولو او نقدي مرستو را ټولولو کمپاین پیل شو. دغه زلزله چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه، د امریکا د…
د امریکا متحده ایالتونو، برېټانیا، روسیې، مصر، متحده عربي اماراتو، بنګلهدیش، قطر، سوریې او سعوديعربستان هم د افغانستان په ختیځ کې د تېرې شپې زلزلې له امله پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني څرګنده کړې ده. دغه زلزله…
کورنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان خلاف لاس ثبت شوو موټرو مالکان دې موقت جوازسیرونه او نمبرپلېټونه ترلاسه کړي، خو هغه چې ثبت نه دي، له کابله دې ووځي او په ولایتونو کې دې خپلو وسایطو ته سټېکر واخلي، څو یوازې په هماغه ولایت کې د ګرځېدو اجازه ترلاسه کړي.
د عدلیې وزارت وایي، د مشاعرو د تنظیم قانون توشيح او په رسمي جریده کې خپور شوی چې پر بنسټ یې شاعران مکلف دي اسلامي شعایرو ته له سپکاوي، د قومونو، ژبو او مسلمانانو له تحقیر او تفریق، د غیراسلامي اخلاقو او ناروا دودونو، د نجونو او هلکانو له ستاینې او د اسلامي امارت د مشرتابه د فرامینو، حکمونو او پرېکړو له نقدولو ډډه وکړي.
د میدانوردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکزي بهسود ولسوالۍ کې له څه باندې زرو اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر په افغانستان، په ځانګړې توګه کابل کې د اوبو د سرچینو کمېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، دغه ستونزه د ژوند پر ټولو برخو اغېز کوي او دغه ټولنه له خپلو افغان شریکانو سره د دې ستونزې هواري برخه کې مرسته کوي.
د نړۍوال بانک د معلوماتو له مخې، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د بېکارۍ د لوړې کچې درلودونکو هېوادونو منځ کې یوویشتم ځای کې دی. ښاریان د کاري فرصتونو غوښتنه کوي، کارپوهان وايي، د بېکارۍ د ستونزې هواري لپاره باید بنسټیز اقدامات وشي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې برخه کې د خپلو هڅو په اړه خبر ورکوي.
په تېرو اتو ورځو کې پر لویو لارو په درېیو خونړيو ترافیکي پېښو کې ۱۵۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې؛ یو شمېر خلک له حکومته غواړي چې د داسې پېښو د مخنیوي لپاره دې اړین ګامونه…
د میدانوردګو د بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ کې د کوچیانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ اختلاف چې د یوه کس د وژل کېدو لامل شوی و، د سیمهییزو مسوولینو، قومي مشرانو او دیني علماوو په منځګړیتوب پای ته ورسېد.
په افغانستان کې د هندوانو یو استازی د دې په څرګندولو سره چې د تېر په پرتله یې اوس «ژوند ښه او امن شوی»، د اهل هنودو او سیکانو د غصب شوو ملکیتونو د استرداد غوښتنه کوي؛ خو د ا.ا ویاند د هغوی له حقونو د ملاتړ ترڅنګ وايي، د دې ډول ستونزو د شتون په صورت کې اړوندو مراجعو ته په مراجعې سره به «ځانګړې همکاري» وشي.
د لوګر سیمهییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د قومي مشرانو او سیمهییزو چارواکو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ روغه وشوه. دغه دښمني د روان ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په وري میاشت…
په هرات کې هغه نهه کلن ماشوم چې په اتو ژوندیو ژبو خبرې کوي وايي، دغه ژبې یې په تېرو دوو کلونو کې زده کړې او له حکومته غواړي څو د لا پرمختګ لپاره یې…
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې وچکالۍ، د بشري مرستو کمښت او د افغان کډوالو جبري ستنېدنې، افغانستان کې د خوارځواکۍ حالت لا پسې خراب کړی او ښايي په ژمي کې تر ۱۵ میلیون کسان مرستې ته اړتیا ولري.
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه. د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس قاري رحمت…
په نیمروز کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې له لمریزې برېښنا استفاده ډېره شوې ده. له بلې خوا، کارپوهان وايي چې نیمروز د لمریزې برېښنا د تولید لوړ ظرفیت لري او چارواکي باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په ځینو لرو پرتو ولسوالیو او سیمو کې د مخابراتي خدمتونو نشتوالي یا ټیټ کیفیت له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او د ټکنالوجۍ په دغه عصر کې اوس هم ډېری خلک اړ دي څو د یوې ساده ټیلېفوني اړیکې نیولو لپاره په کیلومترونو پلی مزل وکړي او لوړو غرونو او غونډیو ته وخېژي.
د هرات ولایت مقام وایي، د دغه ولایت والي له هغه نهه کلن ماشوم سره چې د نړۍ اته ژبې یې زده دي ولیدل او د هغه د استعداد او وړتیاوو ستاینه یې وکړه.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له دوامدارې پرچاویو شکایت لري او د دې ستونزې د بنسټیز حل غوښتنه کوي؛ بلخوا، پوهان او د برېښنا شرکت مسوولین د دغه وضعیت اساسي لاملونه د برېښنا کمښت او هغې ته د خلکو د تقاضا ډېرېدل بولي.