پکتیا کې نږدې ۳۰۰ بېوزله کورنيو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول
د پکتيا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د آیکن مؤسسې په مالي ملاتړ په مرکز ګردېز کې ۲۸۰ بېوزلو کورنيو ته د هګۍ ورکوونکو چرګو ۳۰ قطعهيې فارمونه جوړ کړل.
د پکتيا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د آیکن مؤسسې په مالي ملاتړ په مرکز ګردېز کې ۲۸۰ بېوزلو کورنيو ته د هګۍ ورکوونکو چرګو ۳۰ قطعهيې فارمونه جوړ کړل.
د اسلامي امارت مشرتابه په یوه فرمان کې ویلي، که یو څوک ودانۍ جوړوي مکلف دي، د ګاونډي پر لور داسې کړکۍ پرېنږدي چې د ښځو د ناستې ولاړې ځایونه ترې ښکاره شي.
مسوولین وايي، نن په هلمند، کندهار، ننګرهار، کندوز، میدانوردګو او غزني ولایتونو کې له ۲۱ زره کورنیو سره د خوراکي توکو او له کروندګرو سره د اصلاح شوي تخم او نورو وسایلو مرسته وشوه. په…
د خوست سلګونو اوسېدونکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان هوايي بریدونو غبرګون لاریون وکړ او له نړۍوالو یې پر پاکستان د بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه.
بغلان د دهنهغوري، دوشي، او بورکې ولسوالیو په یو شمېر کلیو کې لا هم زرګونه کورنۍ د څښاک لپاره پاکو اوبو ته بشپړ لاسرسی نه لري او غوښتنه کوي چې حکومت یې باید دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
لغمان کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د ملګرو ملتونو د کډالو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته سلو کسانو ته د کوچني کاروبار جوړولو په موخه د شاتو مچۍ وېشلې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د هېواد په څلور نورو ولایتونو ننګرهار، هرات، بلخ او هلمند کې هم د اسان خدمت مرکزونه فعالوي.
بلخ کې د قطر سرې میاشتې په مالي ملاتړ د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې بېسرپرسته ښځو ته د خیاطۍ او ګلدوزۍ د زدهکړو نهه مرکزونه جوړ شول.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال بغلان ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، اسلامي امارت په علمي او پراختیایي چارو کې د پرمختګ هڅې پیل کړې دي او په تدریجي ډول به د ولس ستونزې حل شي.
د ترکیې د ترانسپورټ وزارت ویلي، د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوویشتمه جوپه چې تر اووه سوه ټنه ډېر خوراکي او غیرخوراکي توکي پکې شامل دي، افغانستان ته واستول شوه.
د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وایي، د جاپان په مالي ملاتړ یې په بلخ او اروزګان ولایتونو کې د کلیوالي سیمو خلکو د ملاتړ لپاره یو کلن پروګرام پیل کړی دی.
ځینې ارواپوهان وايي چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له لوري د موبایلونو او ټولنیزو شبکو ډېر کارول د هغوی پر زدهکړو، ذهن او چلند منفي اغېز کوي او ان د ژر بلوغ ته رسېدو او جنسي انحرافاتو لامل یې هم کېږي.
اتیا کلن صفدر چې د کابل ښار په ده افغانانو سیمه کې لاسي کراچۍ چلوي څو د خلکو بار انتقال کړي او له دې لارې د خپلې ۱۴ کسیزې کورنۍ نفقه تامینوي، د ژوند له کړاو او اقتصادي ستونزو شکایت لري.
د پکتیا د مرکز ګردېز ښار اړوند د عسکري فاميليو سيمې يو شمېر اوسېدونکي وايي، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري چې له امله يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ژمي په رارسېدو سره د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ د امو سیند څنډو ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی او هره ورځ ګڼ شمېر کسان دې سیمې ته ورځي.
کابل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د څرخي پله د فني او حرفوي زدهکړو په مرکز کې له نشهیي توکو رغېدلو څه باندې ۵۰۰ کسانو ته د فني او حرفي زدهکړو پروګرام پیل شو.
د سرپل د لږ تر لږه څلورو ولسوالیو د لرو پرتو سیمو ځیني اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو نشتوالي او ضعیفوالي ته اندېښمن دي او وايي چې د اړیکې نیولو…
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، کابل ښار کې د ۴۰ موټرو ترانسپورټي فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه وځنډول شو.
د غزني ولایت د ګيلان ولسوالۍ قومي مشرانو، دیني عالمانو او حکومتي مسوولینو د ناسمو رواجونو د مخنیوي په موخه یو ۱۳ مادهییز پرېکړهلیک صادر کړ.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په دغه ښار کې بېنظمۍ ډېرې شوې او غوښتنه کوي چې مسوول چارواکي باید جدي پاملرنه ورته وکړي.
د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د یوه خیریه بنسټ له لوري ۴۰ کډوالو کورنیو ته سرپناوې جوړې شوې، دغه راز د یادې ولسوالۍ له ۶۰۰ سېلابځپلو کورنیو سره مرستې وشوې.
په لغمان او پروان کې له څه باندې ۲۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو، پنجشیر او جوزجان کې له څه باندې زرو کورنیو سره نغدي او د غیرخوراکي توکو مرستې وشوې.
د لوګر په کوربهتوب د شمال او جنوب ختیځو نهو ولایتونو د قومي مشرانو ترمنځ د یووالي او اتحاد تر نوم لاندې غونډه جوړه شوه.
سیمهییز مسوولین وایي، په بغلان کې له ۱۱۵ یتیمانو او لغمان کې له څه باندې سلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.