بادغیس کې کارګر ماشومان وايي، حکومت دې د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي
بادغیس کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي، اقتصادي ستونزو د درس پرېښودو او کار کولو ته اړ کړي او له سرپرست حکومته غواړي چې د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
بادغیس کې یو شمېر کارګر ماشومان وايي، اقتصادي ستونزو د درس پرېښودو او کار کولو ته اړ کړي او له سرپرست حکومته غواړي چې د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
د پکتیا د ملي بس امریت مسوولین وايي چې د لومړي ځل لپاره یې د ګردېز- ځاځياریوب ولسوالۍ ترمنځ د ملي بس خدمتونه پيل کړي دي.
د ننګرهار په درهنور ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شپږکلنه دښمني د قومي مشرانو، ديني عالمانو او چارواکو په هلو ځلو پای ته ورسېده او روغه یې وکړه.
سیمهییز مسوولین وایي، په هلمند او بادغیس ولایتونو کې له ۸۶۶ اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د بدخشان د والي ویاند وايي چې د دغه ولایت د درایم او ارګو ولسوالیو له معترضینو سره په لیدنه کې هوکړې ته رسيدلي او رامنځته شوې ستونزه هواره شوې ده.
سیمهییز مسوولین وايي، د پروان په بګرام ولسوالۍ کې کوچیانو او د پنجشېر د پریان ولسوالۍ د ځايي خلکو ترمنځ ۱۵ کلنه شخړه چې له دواړو لورو پهکې دوه کسان وژل شوي وو، د مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
سیمهییز مسوولین وایي، په فراه او میدانوردګو کې له څه باندې ۳۱۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او په ننګرهار کې له ۱۳۶۹ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د اسلامي امارت مسوولینو د کارګر نړۍوالې ورځې نمانځلو په مناسبت یوه ناسته کې په روانه میاشت کې د بېکارۍ کچې ټیټولو او کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه «د کار نړۍوال کنفرانس» له جوړېدو خبر ورکړی او ټینګار کوي چې حکومت د کارګرو د حقونو تامین ته ژمن دی.
سیمهمسوولین وایي، په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له څه باندې ۴۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ پنځوس کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د خوست حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سوالګرو ټولولو کمپان پيل کړی دی.
کابل کې د چین سفارت افغاني سرې میاشتې ټولنې ته په هېواد کې د وروستیو سېلابځپلو لاسنیوي په موخه سل زره امریکایي ډالر نغدي مرسته وسپارله.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني د سیمهییزو مسوولینو او قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده.
سیمهییز مسوولین وایي، د فراه ولایت په ګلستان او پشترود ولسوالیو کې له څه باندې ۴۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د کارګر نړۍوالې ورځې سره هممهاله، یو شمېر افغان کارګر له سخت ژونده سرټکوي او له ا.ا څخه غواړي چې د دایمي کار زمینه ورته برابره کړي، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هڅه کوي د کارګرو ملاتړ وکړي او هره برخه کې ورته د غوره او معیاري کار زمینه برابره کړي.
په غزني ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
فراه کې سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د لومړي ځل لپاره د بخشاباد په نوم د اوړو تولید یوې کارخونې د ۱۴ میلیون افغانیو په پانګونې سره فعالیت پيل کړ.
سیمهییز مسوولین وایي، په میدانوردګو او لوګر کې له ۳۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او په غزني کې له پاکستانه راستنو شوو ۱۶۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د ترکمنستان د ټرانسپورټ استازو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي اړېکو پر پراختیا او د افغان موټر چلوونکو وېزو په اړه یې خبرې…
د غزني په مرکز کې د یوې کورنۍ اووه غړي د سترګو له نعمته بې برخې دي چې له امله یې له اقتصادي او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، هره میاشت په ټول افغانستان کې له شپږ میلیون کسانو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کوي.
ازبکستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام نن ۱۶۰ تڼه خوراکي توکي د بلخ ولایت حیرتان سوداګریز بندر کې افغان پلاوي ته وسپارل.
د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي د خپلو ودونو په مراسمو کې د بدلونونو خبره کوي او وایي، پخوا د ودونو مراسم ساده او کملګښته وو، خو اوس د رواجونو په ډېرېدو سره د دغو مراسمو لګښت هم لوړ شوی دی.
د هلمند د موسیکلا ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې له مرکز لښکرګاه سره نښلېدونکې لار یې له کالونو راهیسې خرابه ده او دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.