منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۳ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

غړي

تر راتلونکو لسو ورځو د قرغې بند ډکېدل؛ «هیله لرو کابل ښار کې د اوبو کمښت ستونزه حل شي»

د ورښتونو له ډېرېدو سره مسوولین راتلونکو لسو ورځو پورې د قرغې بند ډکېدو خبر ورکوي او وايي، له بنده د سرریزې کېدونکو اوبو له ضایع کېدو به مخنیوی وشي او خلک هیله څرګندوي چې د ورښتونو په ډېرېدو او د دغه بند په ډکېدو سره به کابل ښار کې د اوبو کمښت ستونزه تر یو بریده حل شي.

غړي

د پارکینګونو کموالی او له ترافیکي اصولو سرغړونو فراه ښار کې خلک له ستونزو سره مخ کړي

د فراه ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ښار کې د پارکینګونو کموالی او پارکینګونو کې د موټر نه درولو فرهنګ د دې لامل شوی چې ګڼه ګوڼه ډېره او خلکو ته په تګ راتګ کې ستونزې جوړې شي.

د زرنج ښار ځیني اوسېدونکي دغه ښار کې له ترافیکي بې‌نظمیو شکایت لري

د زرنج ښار ځیني اوسېدونکي، نیمروز کې د ترافیکي اشارو نشتوالي او دغه ښار کې د ماشومانو له لوري د موټر چلوونې له امله شکایت لري، بلخوا د دغه ولایت د ترافیکو اداره وایي، ترافیکي ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې کمېټه جوړه کړې ده.

ضیاءګل: کله مې چې خاوند دویمه ښځه وکړه، زه یې له خپلو پنځو اولادونو سره له کوره وشړلم ‎

بامیاني مېرمن ضیا‌ءګل چې خاوند یې له بلې ښځې سره له واده وروسته هغه له خپلو پنځو ماشومانو سره له کوره شړلې، د خپل ژوند له ستونزو ځوریږي او وايي، هر هغه نارینه چې دویمه او درېیمه ښځه کوي، باید د خپلو مېرمنو ترمنځ بې‌عدالتي و‌نه‌کړي.

بامیان کې یو شمېر ځوانان: ناسم دودونه لا هم ځوانانو ته د واده پر وړاندې لوی خنډ دي

په بامیان کې یو شمېر ځوانان په ودونو کې د ناسمو دودونو او لوړو لګښتونو له امله‎ شکایت لري او وايي چې اوس هم په دغه ولایت کې ناسم دودونه له منځه نه دي تللي او د ځوانانو پر وخت واده کولو پر وړاندې لوی خنډونه دي.

غړي

سي‌پي‌جي: د فېسبوک محدودول د بیان ازادي محدودوي؛ ا.ا: د بیان ازادي فېسبوک محدوده کړې

سي‌پي‌جي وایي، افغانستان کې پر فېسبوک احتمالي بندیز د معلوماتو رسونې بهیر له خنډونو سره مخ کوي، خو ا.ا وایي، فېسبوک خپله د بیان ازادي محدوده کړې او نه پرېږدي له لارې یې د امارت اړوند مسایل خپاره شي.

نور راپورونه