ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د موسی‌کلا خلک لښکرګاه ته د غځېدلې لارې رغولو غوښتنه کوي

د هلمند د موسی‌کلا خلک لښکرګاه ته د غځېدلې لارې رغولو غوښتنه کوي

author avatar
24 Apr 2024 - 13:45
د هلمند د موسی‌کلا خلک لښکرګاه ته د غځېدلې لارې رغولو غوښتنه کوي
author avatar
24 Apr 2024 - 13:45

لښکرګاه (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۳): د هلمند د موسی‌کلا ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ته غځېدلې لار له کلونو راهیسې خرابه ده چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

له موسی‌کلا لښکرګاه ته غځېدلې لار سل کیلومتره اوږدوالی لري چې د دې ولسوالۍ ترڅنګ د غور د درېیو ولسوالیو خلک هم تګ راتګ پرې کوي.

مسافر او موټرچلوونکي د دې لارې له خرابوالي شکایت لري او له حکومته یې  د رغولو غوښتنه کوي.

د موسی‌کلا ولسوالۍ د ګل‌کارېز سیمې یوه اوسېدونکي محمدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د لارې خرابوالي له امله لښکرګاه ته یو ساعت مزل په اتو ساعتونو کې کوي.

هغه وویل: «ناروغ که ولرو، په ټوله ورځ یې تر مرکز لښکرګاه پوري نشو رسولای، اوس موږ له ګرشک څخه را روان شوي یو، تر اوسه لا د موسی‌کلا ولسوالۍ مرکز ته نه یو رسېدلي، ټوله د یو ساعت لار ده، خو سړک خراب دی، باید ټوله ورځ مزل وکړو.»

د یادې ولسوالۍ د لنډۍناوې سیمې اوسېدونکی محمدنسیم هم وايي، د لارې خرابوالي له امله یې ځیني وخت ناروغان پر وخت تر روغتونه نه رسېږي او په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.

هغه وویل، که یاده لار ورغول شي، خلک به په اسانۍ سره خپل ناروغان تر لښکرګاه ښاره رسولی شي.

هغه زیاته کړه: «ښځینه ناروغان مو اکثریت وخت د لارې خرابوالي له امله د لارې په اوږدو کې ساه ورکوي، یوه ورځ لاره ده، که راته جوړه شي، یو ساعت به شي خلک به هوسا شي.»

ورته مهال، د غور ولایت یوه موټرچلوونکي نوراحمد وویل، د دې لارې خرابوالي له امله یې ډېر وخت موټر هم په لارو کې خرابېږي او زیاتوي چې له غوره تر لښکرګاه په درېیو ورځو کې رسېږي.

هغه زیاته کړه: «د موسی‌کلا لار ډېره خرابه ده، په درېیو ورځو کې ګرشک ولسوالۍ ته رسېږو، که چېرې لار جوړه شي، یوه ورځ کې به لښکرګاه ته راحت ورسېږو.»

په همدې حال کې د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض هم د خلکو یادې ستونزې منې او زیاتوي چې د ټولګټو له ریاست سره یې په ګډه هڅې پیل کړې چې د امکاناتو په برابرېدو سره به یې د جوړولو چارې پیل کړي.

هغه وویل: «ولایت مقام د ټولګټو، د کلیو پراختیا او له نور اړوندو ریاستونو سره په همغږۍ پلان نیولی، د امکاناتو او بودجي په پیدا کولو سره به یاده لار ورغوي.»

یوازې د دغه ولایت د موسی‌کلا ولسوالۍ لار نه ده چې خلک یې د رغولو غوښتنه کوي، بلکې په هلمند کې د تېرو کلونو جګړو پر مهال د ډېری ولسوالیو لارې خرابې دي.

Views: 270

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.