کابل کې په سپینو عریضو د پاسپورټ د وېش لړۍ پيلېږي
د پاسپورټ ریاست وایي، د خلکو ستونزو د حل په موخه راتلونکې چهارشنبه په سپینو عریضو هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيلوي.
د پاسپورټ ریاست وایي، د خلکو ستونزو د حل په موخه راتلونکې چهارشنبه په سپینو عریضو هم د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيلوي.
د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست وايي، تېرو څه باندې دوو کالونو کې يې شاوخوا ۹۰۰ زره جريب ځمکه چې ډېری يې په ننګرهار او بلخ کې وه، له غصبه راګرځولې او د ځمکو بانک ته يې سپارلې ده.
بدخشان کې ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې له کوچني پامیر وروسته د لوی پامیر څه باندې ۱۵۰ کورنۍ هم په لومړي ځل له مخابراتي خدمتونو برخمنې شوې.
سویسي رسنیو راپور ورکړی، یاد هېواد په پام کې لري چې د راتلونکي کال په دوبي کې کابل کې د بشري مرستو دفتر بیا پرانیزي.
د غور – کابل لویه لار او له مرکز فېروزکوه سره د غور د شپږو لودیځو ولسوالیو نښلوونکې لارې تېره شپه د واورې اورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
کابل ښار کې یوه خطاطه افغانستان کې د خطاطۍ هنر بېارزښته کېدو ته اندېښمنه ده او وايي، هنر ته په هېواد کې دومره ارزښت نه ورکول کېږي او باید ورته جدي پاملرنه وشي.
غزني کې د قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د «قومونو د همغږي» په نوم غونډه کې د کوچیانو استازو وویل، لا هم لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له نهو موسسو سره د یو عشاریه دوه میلیارد افغانیو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
افغانستان کې د وړم کال له سیاسي تحول وروسته د لومړي ځل لپاره ۱۲۰ کسان د عدلیې وزارت د دفاع وکالت له ستاژ دورې فارغ شول.
د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې تېر مېلادي کال یې افغانستان کې له زیانمنو سره د څه باندې۳۵۰ زره ټنه خوراکي توکي مرسته کړې ده.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني د قومي مشرانو، دیني علمانو او سیمهییزو مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
فراه کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې له څه باندې ۲۹۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدې مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت نازیانو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶۲ کلنه دښمني د قومي مشرانو او سیمهییزو مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې افغانستان کې د زدهکړو او روغتیايي خدماتو د ملاتړ او معیشتي فرصتونو رامنځته کولو په موخه یې له اسلامي پراختیايي بانک سره درې هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت وایي، ځينې ښځې چې په اسلامي ټولنه کې یې بېحجابي خپروله د ښځينهوو پولیسو له خوا نیول شوې دي.
غزني کې د «یووالي او ازادۍ» په نوم مشاعره ترسره شوه چې د دغه ولایت یو شمېر چارواکو، شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګپالو او د شعر او ادب مینهوالو په کې برخه اخیستې وه.
د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي، د کابل ښار په ترمینلونو کې د تخنیکي چک پروسې پر مهال د ۳۳ مسافروړونکو بسونو فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه وځنډول شو.
فراه ولایت ته له نورو ولایتونو تللي کسان وايي، په فراه ښار کې د شپې تېرولو لپاره هیڅ هوټل او میلمستون نه دی جوړ شوی.
کندوز کې یوه قومي مشر تېرو دوو کلونو کې په خپل شخصي لګښت د خلکو ترمنځ لسګونه لویې او وړې شخړې هوارې کړې دي.
سیمهییز مسوولین وایي، په لوګر ولایت کې له ۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او پکتیا ولایت کې له ۵۸۸ کورنیو سره د هګیو چرګو مرسته وشوه.
بلخ ولایت کې یو شمېر نابینایان وایي چې حکومت دې د زدهکړو زمینې برابرولو ترڅنګ په حکومتي او نورو ادارو کې دوی ته د کار کولو فرصتونه هم برابر کړي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبائیلو چارو د همغږۍ معین مولوي عبدالخالق عابد وایي، چې په روان لمریز کال کې د هېواد په کچه د قومونو او خلکو ترمنځ د خپلمنځي غټې او وړې ۲۱۳ شخړې حل شوې دي.
سیمهییز مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ د لغمان په دولتشاه ولسوالۍ کې له څه باندې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د اروزګان چارواکو دغه ولایت کې د ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو استازو ته سپارښتنه کړې چې له دې وروسته دې د عامه پوهاوي پروژې نه پلې کوي.