منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۸ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

کاپیسا کې لس کلنه ‎دښمني پای ته ورسېده

د کاپیسا ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په اله‌سای ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې له ۱۳۹۲ لمریز کال راهیسې موجوده وه، نن د قومي مشرانو او حکومت په منځګړیتوب پای ته ورسېدوه.

غړي

په درېیو ولایتونو کې څه باندې ۲۱ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شول

سیمه‌ییز مسوولین وایي چې په فراه، دایکنډي او بغلان ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان له لوري څه باندې ۲۱ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شول.

ننگرهار کې د یوه کنفرانس ګډونوال: اسلامي نړۍ دې پر غزه د اسرائیلو د ظلم مخه ونیسي

ننګرهار کې د بيت‌المقدس د ارزښت په اړه جوړ شوي علمي کنفرانس ګډونوالو له اسلامي نړۍ وغوښتل چې د فلسطین پر مسلمانانو د اسرائیلو د ظلم مخنیوي لپاره اقدام وکړي. بیت‌المقدس د مسلمانانو لومړۍ قبله…

غړي

قطري سیلانیانو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته فاریاب کې د ځینو مرغانو د ښکار اجازه ترلاسه کړې ده

فاریاب کې سرچینې د قطر هېواد سیلاني شیخ عبدالله بن جاثم او د دغه ولایت د والي ترمنځ له لیدنې خبر ورکوي او وايي، یاد سیلاني فاریاب کې اطلاعات او فرهنګ وزارت سره د ځینو مرغانو د قانوني ښکار درې کلن تړون لاسلیک کړ.

غړي

په شپږو ولایتونو کې له څه باندې ۱۷۵۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په دایکنډي او نیمروز کې له څه باندې ۵۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو، په لوګر او جوزجان کې له څه باندې شپږ زره کورنیو سره نغدي او په پنجشېر کې له پنځه زره بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخم او سرې مرستې وشوې.

غړي

کندوز او سرپل کې له څه باندې ۲۸ زره کروندګرو سره مرستې وشوې

سیمه‌ییز مسوولین وایي، په کندوز او سرپل کې له ۲۸۴۰۰ کروندګرو سره د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې او دغه راز په میدان‌وردګو کې له ۳۱۳ کورنیو سره نغدي او نورستان کې له ۲۶ کورنیو سره د لبنیاتو وسایلو مرستې وشوې.

نور راپورونه