د افغانستان له ۲۳ کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډله نن له جاپان سره لوبه کوي
د افغانستان له ۲۳ کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن له جاپان سره خپله لومړی لوبه ترسره کوي.
د افغانستان له ۲۳ کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې نن له جاپان سره خپله لومړی لوبه ترسره کوي.
کابل ( پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزه سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه شل اوریزه لوبه کې د پاکستان لوبډلې ته د ۱۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. نننې لوبه چې د…
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د درې اړخیزې لوبلړۍ خپله درېیمه لوبه نن د پاکستان له لوبډلې سره ترسره کوي.
کابل ( پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزه سیالیو په لړ کې په خپله دویمه شل اوریزه لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. نننې لوبه…
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو (کافا) په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د تاجکستان له لوبډلې سره ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره ترسره کوي.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست وايي، د افغانستان له ۲۳ کلنو کمعمره ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ اسيا جام غوراوي سياليو کې د ګډون په موخه نن ميانمار هېواد ته روانه شوه.
کابل ( پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په درې اړخیزه سیالیو کې خپله لومړی شل اوریزه لوبه پاکستان ته وبایلله. نننې لوبه چې د شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې د پاکستان لوبډلې وګټله…
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو (کافا) په لومړۍ لوبه کې نن (جمعه) د ایران فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درې اړخیزو ۲۰اوریزو سیالیو په لړ کې نن شپه خپله لومړنۍ لوبه د پاکستان له کرکټ ملي لوبډلې سره ترسره کوي.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د شپږو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې لوبغاړي د ټایلنډ په کوربهتوب د بدن ښکلا او فټنس اسیایي سیالیو کې د برونزو څلورو مډالونو په ګټلو سره نن بېرته هېواد ته راستانه او د المپیک ملي کمېټې له لوري وستایل شول.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ایرلېنډ د ملي لوبډلې مخکنی الرونډر جانموني د افغان کرکټ ملي لوبډلې د ډګرساتنې د نوي روزونکي او استرالیایی نیرملان تنابالازینګم د نوي ډاکتر (فیزیوتراپېسټ) په توګه ټاکل شوي دي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ۲۰۲۵ د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون لپاره د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې ته د بلل شوو ۲۳ لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.
د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۴۲ لوبغاړو ترمنځ د سنوکر لس ورځنۍ دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې. د بدني روزنې او ورزش مسوول…
د مرکزي اسیا د فوټبال کنفدراسیون د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ملتونو جام (کافا) د ګروپي سیالیو مهالوېش اعلان کړی چې له مخې یې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د وږي په اوومه له ایران سره ترسره کړي.
د افغانستان د باتوران دود ملي فدراسیون وايي چې په کابل کې د اتو کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د باتوران دود سیالۍ ترسره شوې.
لوګر کې ورزشي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ۶۵ غوره ورزشکارانو ترمنځ د سوکوهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وايي، ملي لوبغاړي سمیر احسان د ټایلنډ په کوربهتوب د بدن ښکلا او فټنس اووهپنځوسم پړاو اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال ترلاسه کړ او دا د برونزو څلورم مډال دی چې افغان لوبغاړي یې په دې سیالیو کې ګټي.
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۵ کال د شلاوریز اسیا جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې شلکسیز نوملړ اعلان کړی دی.
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي، د غزني د مرکز له بېلابېلو کلبونو د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو د «توان» سبک درېیم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.
د سمنګان ورزشي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۶ لوبډلو په ګډون د ۱۴ کلنو د فوټبال لیګ پیل شو.
بلخ ولایت کې د کرکټ انټرکلب سیالۍ چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د ۱۲ لوبډلو په ګډون د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې پیل شوې وې، د «داوود غني» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په غزني کې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پسرلني جام لومړی پړاو سیالۍ د «افتخار زیتون» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.