منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۱ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کابل کې د جوجیتسو د غوراوي سیالۍ پیل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۱۰ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټه وایي چې په کابل کې د ۱۲ کلبونو د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو د غوراوي سیالۍ پیل شوې دي.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په کابل کې د ۱۲ کلبونو د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې چې په دوو سبکونو «نیوازا او فول کانټکټ» کې ترسره کېږي.

سرچینې زیاته کړې، یادې سیالۍ د تنکي ځوانانو، ځوانانو او لویانو په سني کټګوریو کې ترسره کېږي چې دوه ورځې به دوام ولري.

د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو په پای کې به ۱۵ غوره ورزشکاران د کابل منتخبې لوبډلې لپاره وټاکل شي.