ژبه

عظمت‌الله عمرزي او محمدنبي د الرونډرانو په تازه درجه‌بندۍ کې دویم او درېیم مقامونه خپل کړل

هجرت‌الله کاکړ

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶:۰۴

۳۱۴ کتنې

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۴): د کرکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د الرونډرانو په تازه درجه‌بندۍ کې عظمت‌الله عمرزي دویم او محمدنبي درېیم مقام ترلاسه کړی دی.

له دې مخکې د یو ورځنیو لوبو د الرونډرانو په درجه‌بندۍ کې عظمت‌الله عمرزی په لومړي او محمدنبي په دویم مقام کې و.

د کرکټ نړۍوالې شورا نن پر خپله فیسبوک‌پاڼه د یو ورځنیو لوبو د الرونډرانو تازه درجه‌بندي اعلان کړې چې د زمبابوې لوبغاړی سکندر رضا پکې لومړي مقام کې راغلی، عظمت‌الله عمرزي دویم مقام ترلاسه کړی او محمدنبي درېیم مقام خپل کړی دی.

همدارنګه د یو ورځنیو لوبو د الرونډرانو په درجه‌بندۍ کې راشدخان اووم ځای خپل کړی چې مخکې په اتم مقام کې و.

په دغه تازه درجه‌بندۍ کې محمدنبي د شل‌اوریزو لوبو د الرونډرانو په درجه‌بندۍ کې د ۲۳۱ نومرو په ترلاسه کولو سره دویم مقام کې راغلی چې مخکې په درېیم ځای کې و او هندي لوبغاړی هارډیک پنډیا لومړی مقام ترلاسه کړی.

د شل‌اوریزو لوبو د الرونډرانو په درجه‌بندۍ کې راشدخان بیا ۱۶م مقام خپل کړی چې مخکې په ۱۹م مقام کې و.

دغه‌راز د شل‌اوریزو لوبو د توپوهونکو په تازه درجه‌بندۍ کې رحمان‌الله ګربز چې مخکې په ۱۹م کې و، ۱۸م مقام او ابراهیم ځدراڼ چې مخکې په ۳۲م ځای کې و، ۲۰م مقام ترلاسه کړی دی.