منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۳ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته لوبه وبایلله

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۰۲ کتنې · تازه شوی

کابل ( پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په درې اړخیزه سیالیو کې خپله لومړی شل اوریزه لوبه پاکستان ته وبایلله.

نننې لوبه چې د شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې د پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه ترسره کړه.

په دغه لوبه کې پاکستان په ټاکل شوو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۲ منډې وکړې.

په یاده لوبه کې فرید ملک دوه، راشد خان، محمد نبي، عظمت الله عمرزي او مجیب الرحمن د پاکستان یو – یو لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړای شو او په شلم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۴۳ منډې وکړې او د ۳۹ منډو په توپیر یې پاکستان ته لوبه وبایلله.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې راشد خان ۳۹، رحمان الله ګربز ۳۸، صدیق اتل ۲۳ او دروېش رسولي ۲۱ منډې وکړې.

د یادونې ده، افغان کرکټ ملي لوبډله به په درې اړخیزه سیالیو کې خپله دویمه لوبه د سپټمبر په لومړی د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره ترسره کړي.