ژبه

د افغانستان له ۲۳ کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې ميانمار ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان له ۲۳ کلونو کم‌عمره ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام په مقدماتي سیالیو کې په خپله درېیمه لوبه کې میانمار ته ماته ورکړه.
دغه لوبه نن (سه‌شنبه) وشوه او د هېواد له ۲۳ کلونو کم‌عمره لوبډله وتوانېده چې دوه پر یو د میانمار لوبډلې ته ماتې ورکړي.
د افغانستان په ګټه یاسر صافي او معروف محمدي ګُلونه ووهل.
د یادونې ده چې د افغانستان له ۲۳ کلونو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله د میانمار پر وړاندې پر بریا او درېیو امتیازونو ترلاسه کولو سربېره د لوبو له دوامه حذف شوه.
افغان لوبډلې په خپلو تېرو دوو لوبو کې د جاپان او کویټ هېوادونو پر وړاندې ماتې خوړلې وه.

ورته موضوع