د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله سبا له نیپال سره وروستۍ لوبه کوي
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله چې په لومړیو دوو سیالیو کې یې نیپال ته ماتې ورکړې، سبا خپله درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه له کوربه لوبډلې سره ترسره کوي.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله چې په لومړیو دوو سیالیو کې یې نیپال ته ماتې ورکړې، سبا خپله درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه له کوربه لوبډلې سره ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، سبا د درېیو زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ په کابل، مزار او نیمروز ولایتونو کې پیلېږي.
د زونونو په کچه د «میرویس نیکه» په نوم د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ نن په کندهار او هلمند ولایتونو کې پیل شوې.
غزني کې د بدني روزني او ورزش امریت مسوولين وايي، د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې درې ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې.
پروان کې ورزشي مسوولین وايي، دوه اونۍ مخکې د دغه ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د کوچني اختر په مناسب د کرکټ پیل شوې سیالۍ نن د «قلاتک» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کمعمره ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه د سوېلي کوریا د فوټبال له ملي لوبډلې سره ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ابدالیان لوبډله نن د ایرلینډ الف لوبډلې پر وړاندې څلور ورځنۍ لوبه پیلوي.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې هم نیپال لوبډلې ته ماتې ورکړه.
نورستان کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د غشو ویشتلو اختریزې سیالۍ د شورپشکي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پروان ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د کوچني اختر والیبال سیالۍ چې د ۱۸ لوبډلو په ګډون ترسره شوې، د میته ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله له نیپال سره د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه سبا کوي.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د «الیاس خان بابا» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې نیپال ته د ۱۳۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دغه لوبه چې…
د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کمعمره ملي لوبډله سبا (جمعه) د اسیا ملتونو جام سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه د یمن د فوټبال له ملي لوبډلې سره ترسره کوي.
په لومړي ځل د پکتيا زرمت ولسوالۍ کې د «روسي ښکيلاک د غازي مجاهدينو» تر سرليک لاندې د ۶۰ پاخه عمر لرونکو کسانو ترمنځ د پخوانيو ټوپکو په وسيله د نښې ويشتلو سيالي ترسره شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د نیپال له لوبډلې سره د درېیو یو ورځينو لوبو د ترسره کولو په موخه نن سهار یاد هېواد ته روانه شوه.
د افغانستان د غېږنیونې ملي لوبډلې لوبغاړي مقیب نظامي په اسیایې سیالیو کې خپل منګولیایي سیال ته سیالي وبایله.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد له ۱۷ کلنو کمعمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان جدې ښار ته ولاړه.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه اندونیزیا ته وبایله او په دغو سیالیو کې له مخکې تګه پاتې شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ د نیپال پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ او د نولس کلنو نړۍوال جام غوراوي سیالیو لپاره د نولس کلنې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سعودي عربستان د ۲۰۲۷ اسیا ملتونو جام د غوراوي سیالیو په لړ کې نن (سهشنبه) د میانمار له لوبډلې سره لوبه کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې له ابوظبي ورزشي کمپلکس سره یې د همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه سبا له اندونیزیا سره کوي.
په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال د افغانستان فوټبال فدراسیون له رییس سره په لیدنه کې افغانستان کې د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره د همکاریو ډاډ ورکړی دی.