منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۴ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

افغان ابدالیان کرکټ لوبډله نن د سریلانکا له الف لوبډلې سره لوبه کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۵۴ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ابدالیان کرکټ لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن له سریلانکا الف لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغان ابدالیان لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن (سه‌شنبه) د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

سرچینې ویلي، دغه لوبه به د کابل په وخت سهار ۱۰:۳۰ بجې د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

یادې سیالۍ افغانستان کې د یو خصوصي تلویزیون له خوا په ژوندی بڼه نشریږي.

دغه درې اړخیزه سیالۍ تېره یکشنبه د افغان الف «افغان ابدالیان»، د سریلانکا الف او ایرلینډ الف لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توب پیل شوې دي.

د یادونې ده، د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د سریلانکا الف او ایرلینډ الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې سریلانکا لوبډلې په کې بریا تر لاسه کړه.