Language

افغان ابدالیان کرکټ لوبډله نن د ایرلینډ الف لوبډلې پر وړاندې څلور ورځنۍ لوبه پیلوي

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ابدالیان لوبډله نن د ایرلینډ الف لوبډلې پر وړاندې څلور ورځنۍ لوبه پیلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، افغان ابدالیان نن د افغانستان پر وخت سهار لس بجې او دېرش دقیقې د ایرلینډ الف لوبډلې پر وړاندې یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبه پیلوي.

سرچینې لیکلي، دغه لوبه د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په ټولېرنس کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي چې د روانې میاشتې تر ۱۰مې به دوام وکړي.

ټاکل شوې له دې څلور ورځنۍ لوبې وروسته به د افغان ابدالیان لوبډلې، ایرلینډ او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو درې اړخیزې سیالۍ هم ترسره شي.