Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان ابدالیان کرکټ لوبډله نن د ایرلینډ له الف لوبډلې سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان ابدالیان کرکټ لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن له ایرلینډ الف لوبډلې سره یو ورځینۍ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې افغان ابدالیان لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن د خپلې دویمې لوبې په موخه د ایرلینډ الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

سرچینې ویلي، دغه لوبه به د کابل په وخت سهار ۱۰:۳۰ بجې د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه وړمه ورځ د سریلانکا الف لوبډلې ته وبایلله.

د یادونې ده، دغه درې اړخیزه سیالۍ د افغان الف «افغان ابدالیان»، د سریلانکا الف او ایرلینډ الف لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.